The news is by your side.

خپله پاکستانیان وايي د سولې کیلي اسلام اباد کې ده دوی چیري ایښې؟

خبریال ویب پاڼه/ نړیوال، پآکستاني شنونکي افغان دولت او عام افغانان ټول همدا وایې چې د سولې په برخه کې د پاکستان رښتینی رول کولای شي چې ډیر ښه ثابت شي خو په چا يې کوې.

پاکستان اوس له خپلې لمنې اور اخیستی که يې دولت ونه مني خو شنونکي یې وايي چې  د سولې کیلي همدلته پاکستان کې ورته پرته ده او د دې هېواد رښتینې هڅې اوس هم نتیجه ورکولای شي.

که څه هم عمرانخان وویل چې دا زموږ له وسه لوړه خبره ده چې طالبان دي رازي کړو او فشار پرې واچوو، خو دا يي ویلي چې د طالب  مشرانو یوازي کورنۍ په پآکستان کې دي.

اوس تازه یو شمېر پاکستاني شنونکو ویلي چې د سولې کیلي اسلام اباد کې ده او کچیري امن پاکستان غوښتل کیږي نو باید تر هرڅه وړاندې د افغان سولې لپاره دا هېواد باید رښتنیې او صادقه هلې ځلې وکړي ترڅو نتیجه ورکړي.

اسلام اباد ته د خطر زنګ دا دی که چیري د سولې اوسنۍ هڅې ناکامه شي نو له دې سره سره چې دې هېواد سره به د کابل او واشنګټن اړیکې پيکه شي بلکې دا هېواد به له نورو نړیوالو شرمونو او فشارونو سره هم مخ شي، د پاکستاني شنونکو دا ډله مني چې کابل له بهره لاس وهنو خراب کړی، او که له طالبانو د پاکستان ملاتړ نه وای نو کیدلای شول چې دا ډله وختي لا ماته شوې وای، دا راپور د جزیاتو پر اساس جوړ شوی دی

 پر طالبانو د پآکستان رول

پاکستان په طالب جګړه، جوړه مدني حرکت وژنه ښه او بد کارونه ټول په یوه فشار کولای شي او ورباندې پوره واک لري خوکله چې  د سولې خبره رامنځ ته کیږي نو بیا دا دوه مخی هېواد تر لومړیه وزیره چغې وهي چې موږ له طالبانو سره هیڅ اړیکې نلرو او نشو کولای سولې ته يې کښېنوو، خو پوښتنه داده چې په کوم قانون دوی هلته فعالې شورا وي او د پاکستان تر بیرغ لاندې وسلوال فعالیت کوي او تمویل يې څنګه ترسره کیږي روښانه خبره داده چې د افغانستان کشاله به یاهم تر خرابو خرابیږي او افغانان به په ستونزو کې غرقیږي او یاهم به د پاکستان بدمخ د تل او تل لپاره محوه کیږي

Comments are closed.