The news is by your side.

امریکا طالبانو ته اخیري موقع ورکړه، وروستی ږغ

 

په افغانستان کې تاوتریخوالی او د طالبانو له لوري جګړه اوج ته رسیدلې اوس نړۍ په دې حالت سره امریکا ګرمه بولي امریکا دوه ځایه زوریږي له یوه لوري يې د سرتیرو وتلو نېټه پوره کیږي او  له بله پلوه يې نړیوال اعتبار چې شل کاله يې وساته زیان رسیږي، په دوه کې حیرانه ده.

امریکا سفارت کابل کې یو ځل بیا پر وروستیو جګړو باندې غبرګون ښودلی او طالبان يې د دې جګړې په پای ته رسولو مکلف کړي دي کابل کې ددې هېواد سفارت ویلي چې طالبان دې ژر تر ژره جګړې ته د پآی ټکی کښېږدي او هرڅومره چې ژر کیږي باید د سولې خبرو ته را وګرځي.

خبر پاڼه وايي په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري جګړې او تاوتریخوالی خپل اوج ته رسیدلی او د دې سره سره چې دواړو لورو ته پکښي مرګ ژوبله اوښتې ملکي وګړي هم زیانمن شوي دي، ځکه نو طالبان باید د بشري حقونو د درناوي په خاطر نور جګړه پای او سوله دي وکړي.

سفارت زیاتوي چې دحالت ښه کولو او امریکا د دوستې د ثابتولو لپاره لارې چارې شته چې ترسره يې کړي جزیات وايي چې  دا هېواد له افغان ځواکونو سره په ۲۰۲۲ کال کې میلیاردونه ډالر مرسته کوي.

په دې وروستیو کې امریکا له افغان هوايي ځواک سره د ۴۰ باله بیلابیلو الوتکو ژمنه وکړه چې په راتلوونکې کې به یې د افغانستان هوايي ځواک ته په واک ورکړي، په دې الوتکو کې چورلکې او جیټ شاملي دي چې په ترلاسه کولو سره به افغان هوايي ځواک نور هم پیاوړی شي.

د راتلوونکې سپټمبر میاشتي تر ۱۱ نېټې پوري به امریکا او ټول بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي خو ناټو او امریکا داوړو ویلي چې له افغانستان سره د سرتیرو په وتلو سره یاري نه خرابیږي او خپلې یارانې ته به له افغانستان سره دوام ورکوي.

ناټو له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۴ کال پوري د مرستو ژمنه کړې او همدارنګه يې ویلي چې له افغانستان څخه بهر به د افغانستان ځانګړي ځواکونه روزي چې تراوسه پوري مالومه نه ده چې دا ځواکونه به دوی په کومو هېوادونو کې ورزي افغان ځواکونه تر دې مهاله هم ناټو روزل

Comments are closed.