The news is by your side.

د مودو وروسته طالبانو ته د تهران مثبت پيغام

خبريال ویبپاڼه: د طالبانو او ایران اړيکې له پيله خرابې وې، د نوي یمو کلونو په وروستيو کې چې طالبانو نور د افغانستان په اکثريت برخه باندې ولکه کوله د طالبانو له لوري څو تنه ايراني ډيپلوماتان ووژل شول.

طالبان‌ په رسمي ډول ددې ډيپلوماتانو وژل ردوي، خو دوی ته نیږدې کسان بيا وايي چې دا کسان ډيپلوماتان نه و په مستقيم ډول یې د طالبانو په خلاف د شمالي ټلوالې سره نظامي مرستې کولې او له همدې کبله طالبانو تر تېغ تېر کړل.

ايران ددې مخالف و چې طالبان دې د رباني ګډوله حکومت له منځه یوسي، کېدی شي ايران ددې مخالفت لپاره بېلابېل سببونه ولري خو په افغان ټولنه کې دا قناعت موجود دی چې د ايران وېره د طالبانو د افرطيت څخه دومره نه وه لکه څومره چې له دې وېرېدل چې ددوی تر امر لاندې ټلواله دې له قدرت لرې شي او يو سني مذهبه پښتون نسله ډله دې د واک چارې په لاس کې واخلي.

په هغه وخت کې د طالبانو او ایران اړیکې دومره خرابې شوې چې نېږدې وه د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه رامنځته شي ان ايراني پوځيان د افغانستان په سرحد کې مستقر شول.

مګر اوس څه وشول چې تهران دا هرڅه هېر کړل، تازه اوس د تهران ورځپاڼې کومې چې ددې هېواد مذهبي مشر او حکومت ته نیږدې دي د طالبانو په ګټه مثبت تبلیغات کوي.

څه موده وړاندې د کيهان په نامه معتبرې ورځپاڼې د طالبانو رسمي ستاينه وکړه او ويې ليکل چې طالبانو بدلون کړی ولسوالۍ نیسي خو وژنې پکې نه رامنځته کېژي او دا ډله اوس د شيعه يانو سره هم دښمني‌ نه پالي.

يوازې کيهان ورځپاڼه نده، بلکې ايراني تلويزيونو کې هم اوس داسې مبصيرين ليدل‌کېږي چې د طالبانو سره د ايران د حکومت د اړیکو نور پراخېدل غواړي.

ددې هرڅه تر شا څه دي؟ ايا تهران فکر کوي چې طالبان د افغانستان په نېږدې راتلونکې کې مهم ځای لري؟ ايا طالبانو تهران ته غوړې وعدې ورکړې دي؟ دا هغه پوښتنې او شکونه دي چې په دې ورځو کې د افغانانو سره پيدا شوې‌‌ دي خو تراوسه یې دقیق ځواب نه دی ترلاسه کړی.

Comments are closed.