The news is by your side.

پاکستانیان واړه تر زاړه ولې په غوغا دي څه بلا حتمي په ګډه ده؟

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان له کشره تر مشره ټول په یوه خوله وايي د خدای ج لپاره که د طالب کور دلې خو زموږ خبره نه مني موږ په افغانستان کې سوله غواړو خیر غوښتوونکې یو مګر تر دې وړاندې يې خورا په غرور هرڅه ترسره کول.

د عمران خان وروستي څرګندونې

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې د امریکا هغې غوښتنې  ته چې ترې غوښتي يې وو، دا هېواد باید پر طالبانو باندې فشارونه زیات کړي څو دوی سولې کولو ته کښيني د پاکستان لومړي وزیر عمرانخان په خورا عاجزي سره وویل دا سمه ده چې د طالب مشرانو کورونه پاکستان کې دي او دلته اوسیږي خو دا معنی نلري چې موږ دي وکړای شو چې پر دوی باندې فشار واچوو، چې هره غوښتنه مو ومني ځکه دا کار ناشونی دی.

عمراخان د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه موږ د طالب مشرانو خپلوان نشو زنداني کولی ځکه حق نلرو خو پر دې يې اعتراف وکړ چې د پاکستان په لمن کې همدا طالبان چې  پراته دي.

ده دا خبرې د پاکستان پارلمان کې وکړې له ده سره تر خوا څو ځله سیاسونو پارلماني وکیلانو او په ټوله کې د پاکستان حکومت دا ویلي چې دوی اوس مهال خپله هرڅه بدل کړي او د افغانستان خیر غواړي

د پاکستان د سیاسونو څرګندونې

پآکستاني شنونکي افغان دولت او عام افغانان ټول همدا وایې چې د سولې په برخه کې د پاکستان رښتینی رول کولای شي چې ډیر ښه ثابت شي خو په چا يې کوې.

پاکستان اوس له خپلې لمنې اور اخیستی که يې دولت ونه مني خو شنونکي یې وايي چې  د سولې کیلي همدلته پاکستان کې ورته پرته ده او د دې هېواد رښتینې هڅې اوس هم نتیجه ورکولای شي.

که څه هم عمرانخان وویل چې دا زموږ له وسه لوړه خبره ده چې طالبان دي رازي کړو او فشار پرې واچوو، خو دا يي ویلي چې د طالب  مشرانو یوازي کورنۍ په پآکستان کې دي.

اوس تازه یو شمېر پاکستاني شنونکو ویلي چې د سولې کیلي اسلام اباد کې ده او کچیري امن پاکستان غوښتل کیږي نو باید تر هرڅه وړاندې د افغان سولې لپاره دا هېواد باید رښتنیې او صادقه هلې ځلې وکړي ترڅو نتیجه ورکړي.

اسلام اباد ته د خطر زنګ دا دی که چیري د سولې اوسنۍ هڅې ناکامه شي نو له دې سره سره چې دې هېواد سره به د کابل او واشنګټن اړیکې پيکه شي بلکې دا هېواد به له نورو نړیوالو شرمونو او فشارونو سره هم مخ شي، د پاکستاني شنونکو دا ډله مني چې کابل له بهره لاس وهنو خراب کړی، او که له طالبانو د پاکستان ملاتړ نه وای نو کیدلای شول چې دا ډله وختي لا ماته شوې وای، دا راپور د جزیاتو پر اساس جوړ شوی دی

پر طالبانو د پآکستان رول

پاکستان په طالب جګړه، جوړه مدني حرکت وژنه ښه او بد کارونه ټول په یوه فشار کولای شي او ورباندې پوره واک لري خوکله چې  د سولې خبره رامنځ ته کیږي نو بیا دا دوه مخی هېواد تر لومړیه وزیره چغې وهي چې موږ له طالبانو سره هیڅ اړیکې نلرو او نشو کولای سولې ته يې کښېنوو، خو پوښتنه داده چې په کوم قانون دوی هلته فعالې شورا وي او د پاکستان تر بیرغ لاندې وسلوال فعالیت کوي او تمویل يې څنګه ترسره کیږي روښانه خبره داده چې د افغانستان کشاله به یاهم تر خرابو خرابیږي او افغانان به په ستونزو کې غرقیږي او یاهم به د پاکستان بدمخ د تل او تل لپاره محوه کیږي

پاکستان به ولې وارخطا وي

د افغانستان د موضوع په اړه اوس یوه نړیواله اجماع رامنځ ته شوې او دا اجماع بوخته ده چې  د قضيې په وروستیو کې د افغانستان د کلونو سلامت او ملامت مالوم کړي او همدا رنګه هغه لاسونه قطعه کړي چې مخکې يې دلته مزې او  چړچې کولې چې هغه کیدلای شي ۶۰ سلنه پاکستان و اوسي پاکستان اوس د نړیوالې اجماع د پریکړې له ویري څخه غواړي چې هرڅومره لږ ونډه ورسیږي بیا هم هو ووايي ترڅو نور لا څنډې ته نه شي

 

Comments are closed.