The news is by your side.

پرپاکستاني عسکرو مرګوني برید ۷ عسکر یې له پښو غورځولي

خبریال ویب پاڼه/ بیاهم د دې پیښي ځای محکوم بلوچستان وو، او د پاکستاني پولیسو پر موټر چاودنه شوې چې یوازي دوی د مرګ ژوبلې په هکله خپل خیال پلو مالومات خپاره کړي

د پاکستاني عسکرو له لیکو څخه یو څوک يې وایي چې چاودنه د کویټې ښار پر ایرپوټ سړک باندې پرداسې مهال چې د پاکستاني عسکرو کتار روان وو، پر موټر سیکل ځا پر ځای شوي ماین چاودنه کړې چې اوه عسکر يې د دې سرچینې له  خولې مرګوني ژوبل کړي دي.

که څه د پاکستاني عسکرو مسؤلین د اوه عسکرو جراحت مني خو داسې انګیرل کیږي چې په دې چاودنه کې به په حتمی شکل سره زیات پاکستاني عسکر هلاک شوي هم وي.

تراوسه پوري که څه هم د دې برید مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو په دې سیمه کې بلوڅ ملتپال فعاله دي او نژدې هره ورځ پاکستاني  عسکر وژني

تیره ورځ هم په بلوچستان کې پر پاکستاني عسکرو قیامت جوړ وو، چې ژوبل او ټپیان يې درلودل

د بلوڅانو لیبریشن فرنټ وسلوالې ډلې چې هیڅ وخت يې پاکستاني عسکر پر کراره نه دي پریښي ویلي چې د محکوم بلوچستان په کیچ سیمه یې د پاکستاني پوځیانو پر موټریز کاروان ناتار جوړ کړی او په جګړه کې يې را ایثار کړی دی.

که څه هم دوی د پاکستانیو عسکرو د هلاکت په هکله کره شمېره نه کړه څرګنده خو ویې ویل چې دوه موټرونه او څلور موټر سیکلونه د جګړې په ترڅ کې له عسکرو سره یوځای له منځه تللي دي.

مالومات وايي چې بلوڅ مجاهدینو د پاکستانیو عسکرو موټرونه او موټر سیکلونه هغه وخت په نښه کړل چې دوی په سیمه کې ګزمه کوله او مجاهدینو پرې را باندې کړل مړه خو ولاړل خو ژوندیو په تیښته ځان خلاص کړ.

ویل کیږی چې په سیمه کې د دریو پآکستاني عسکرو خراب جسدونه هم پاتي دي او ژوبل عسکر د چورلکې په وسیه له سیمې څخه پورته شوي دي.

په ورته وخت کې بلو څان کرار نه دي کښېنستلي او ویلي يې دي چې د محکوم بلوچستان په یوه بله سیمه مند کې یې هم د پاکستانیو عسکرو خوند ښکار کړی هلاک او له پښتو غورځیدلي دي.

Comments are closed.