The news is by your side.

ارګ: د افغان جګړې قومانده پاکستان کې ده

خبریال ویب پاڼه/ تر دې وړاندې او دا مهال هر افغان د ارګ په همدې قول دی چې د افغان جګړې مشرتابه رښتیا هم پاکستان کې ده او له هغه ځایه په مشري د لته افغانستان کې جګړه کیږي.

پاکستانیان منځلارې شوي او غواړي خپل ځانونه سم او د افغان سولې په برخه کې د دولت مرسته وکړي خو په دې مقطع کې پرې کلک ګذار کړی او ویلي يې دي چې پاکستان لاهم سم نه دی.

د افغانستان جمهوري ریاست مرستیال ویاند محمد امیري په خپلو تازه څرګندونو کې چې رسنیو ته یې لیږلی ویلي دي چې د طالبانو اوسنۍ جګړې مشري پاکستان کې ده.

امیري وویل چې نه یوازي د طالبانو کورنۍ پاکستان کې دي بلکې د هغوی سوق و ادارې او پریکړو مرکزونه لکه د کویټې شورا او میرانشاه شورا هم د پاکستان تر ولکې لاندې ښارونو کې فعالې دي.

هغه زیاته کړه چې  په پاکستان کې په منظم ډول په جوماتونو کې د طالبانو لپاره چندې ټولوي او په منظم ډول سره د دې ډلې لپاره تبلیغات کوي.

خو پاکستان اوس ویلي ځان سموي

اوس د پاکستان د پوځ او استخباراتو له لوري پارلمان ته د افغانستان د وضعیت په هکله مالومات ورکړي دي، په دې غونډه کې د قمبر باجوه ترڅنګ د پارلمان غړو او نورو نظامي مسؤلینو برخه درلود.

مهمه خبره چې پر تیره ګنا باندې پېښماني څرګنده شوې د پاکستان د استخباراتو مشر ویلي چې د پاکستان خاوره به هیڅ کله بیا د افغانستان پر ضد استعمال نه شي او دوی د سولې بهیر پوره ملاتړ کوي.

رسنیو ته په خبرو کې پاکستاني حکومت د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي ټول سیاسي ګوندونه د خپل پوځ ننګه کوي او همغږي دي.

پاکستان توبه ایستلی

د پاکستان څلويښت کله پالیسي به رښتیا تغیر شي؟ ایا اوسني مسؤلین يې په بغیر له دروغ ژمنو له افغان سولې سره مرسته او له طالبه لاس اخلي دا هغه پوښتنې دي چې په نژدې راتلوونکې کې د پآکستان له تعقیب وروسته به ځواب شي.

تراوسه پوري داسې احتمالونه او باورونه زیات دي چې پآکستان خپله ستونزو کې را ګیر شوی او غواړي چې وتلو یوه لاره ځان ته پیدا کړي ځکه نو نړیوالې ټولنې او افغان دولت ته د یو ستر بدلون خبره کوي.

Comments are closed.

koi finance