The news is by your side.

د روسانو دا دريځ به طالبان خوابدي کړي

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د وروستيو حالاتو په هکله د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماريا زاخارووا ويلي دي چې د طالبانو تهاجمي عمليات به په افغانستان کې وضعیت لا ګډوډ کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده دا څرګندونې په داسې وخت کې کوي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د روسیې په سفر بوخت دی.

د روسیې د بهرنیوچارو د وزارت وياندې همدارنګه ويلي دي چې په افغانستان کې د ناکراريو زياتوالی به د يوې خوا ددوی په ګاونډ کې د ګډوډۍ خطر زیات کړي د بلې خوا به سيمه یو ځل بيا د افغانانو د کډوالۍ د څپې سره مخ شي.

ماريا زاخارووا همدارنګه ويلي دي چې د افغانستان حکومت او طالبانو بايد دواړه د عملياتو او نظامی حل په ځاي د خبرو مېز ته راشي، اغلې ماريا زیاته کړه چې پکار ده د سولې په برخه کې د دواړه لوري هم طالبان او هم د افغانستان حکومت د خبرو په ځای نېک نيت ثابت کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په داسې حال چې په طالبانو غږ کوي چې په افغانستان کې د تهاجمي عملياتو څخه ډډه وکړي چې يو لړ زيات خلک او د سياسي چارو کارپوهان په دې اند دي چې روسیه په مستقيم او غیرې مستقیم ډول د طالبانو سره مرسته کوي ترڅو په افغانستان کې جګړې ته زور ورکړي.

خو د روسیې حکومت دا ډول څرګندونې ردوي او وايي چې دوی د طالبانو سره لکه نور هېوادونه صرف د ډيپلوماتيکې اړيکې لري او ټوله هڅه یې داده چې افغانانو ته د خبرو فرصت برابر کړي او دواړه لوري د خبرو له لوري روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او دايمي اوربند وکړي.

د سياسي چارو مبصرين وايي د طالبانو سره د روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو ګرمې اړيکې ددې سبب شوې دي چې دغه ډله د قدرت د کامل تصرف لپاره جرت ترلاسه کړي او د سولې د خبرو څخه زيات تمرکز په جګړه وکړي.

Comments are closed.