The news is by your side.

امریکا خپله لویه اډه بګرام پرېښوده

 

تمه ده چې ډیر ژر به له هېواده د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه بشپړه او وروستی امریکايي سرتیری هم له افغانستانه ووزي او د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه به بشپړه شي.

اوس تازه د افغانستان دفاع وزارت سرچینو ویلي چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو لویي اډې بګرام څخه د دې هېواد سرتیري وتلي او دا ځای یې افغان ځواکونو ته سپارلی.

د افغانستان په کچه د امریکايي ځواکونو تر ټولو لویه اډه بګرام چې وخت ناوخته به پکښي زرګونه امریکايي سرتیري هم اوسیدل نن خالي شوه او دوی ټوله له دې اډې څخه ووتل.

د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ چې دوی به د سپټمبر میاشتي تر ۱۱ نېټې پوري خپل ټول سرتیري له افغانستانه وباسي، چې ورسره هممهاله د ناټو غړو هېوادونو هم په دې نېټه باندې د خپلو سرتیرو د وتلو خوښه وکړه.

تراوسه له ترکيې بریتانیا او امریکا وروسته به د ډیرو محدود هېوادونو سرتیري لاهم افغانستان کې پاتي وي او نور ټول هېوادونه په دې توانیدلي چې خپل ټول سرتیري له افغانستانه وباسي.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان څخه د المان ټول سرتیري ووتل او دې هېواد اعلان وکړ چې افغانستان کې يې خپل شل کلن ماموریت ختم کړ

د المان په تاریخ کې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته افغانستان ته راتګ المان لپاره تر ټولو خونړی ماموریت وو، دوی پوره شل کاله په افغانستان کې تیر کړل او نن يې ټول سرتیري ووتل.

دالمان د دفاع وزیر انه ګریت ګرمپ کارنباور وویل له شل کلن ماموریت وروسته زموږ عسکر او عسکرې له افغانستان څخه ووتل او هغوی اوس خپل ټاټوبي ته پر لاره دي

هغې وویل د الماني سرتیرو په وتلو سره یو تاریخي فصل پای ته ورسید او داسې یوه پرلپسې ماموریت د المان پوځ له ننګو سره مخ کړ.

المان په افغانستان کې سلګونه سرتیري درلودل چې ډیری يې د افغانستان په شمال کې میشت ول او هلته يې خپل جنګي ماموریت پر مخ بیوه

المان ويلي له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته دا ماموریت چې پکښي ۵۹ الماني سرتیري یې ووژل د دوی لپاره خونړی ماموریت بلل کیږي پوره ۱۵۰ زره سرتیري افغانستان ته په دوريي شکل افغانستان ته راغلي او د لته یې ماموریت ترسره کړی دی

Comments are closed.