ولسمشر: د حالت د بدلون لپاره د ولایتونو په هکله تازه پریکړه کړې

خبریال ویب پاڼه/ د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې دا مهال جګړې روانې او د زیاتو ولایتونو ولسوالۍ سقوط شوې چې په هکله یې زیاتي اندېښنې موجودي دي.

تراوسه پوري که څه دولت په عملي ډول د حالت د بدلون لپاره څه نه دي کړي خو کم شمېر ولسوالۍ يې بیرته نیولې او د حالت د ښه کیدلو ډاډ ورکوي.

افغان ولسمشر په تازه حالت کې د ولایتونو له والیانو سره د امنیتي وضعیت په هکله مفصلې خبرې کړې او هغوی ته یې اړین توضیحات ورکړي.

ولسمشر غني د وضعیت د ښه کیدلو او لا بهبود لپاره والیانو ته سپارښتنه کړې چې او ویلي يې دي چې باید لازم اقدامات ترسره شي چې حالات سم شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ په دې هکله په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، ولسمشر غني والیانو ته له خلکو سره د نژدي اړیکو او کارکولو لازمه لارښوونه کړې او د ولایتونو د حالت د کنټرول لپاره یې دهمغږۍ، امر کړی.

اعلامیه وایي ولسمشر غني هره ورځ د دفاع وزارت له سوق ادارې څخه هره ورځ  د ټولو ولایتونو له حالته ځان خبروي او ژر به پنه ټولو ولایتونو کې د پام وړ بدلونونونه راشي.

تراوسه پوري د ولایتونو د حالت د ښه کولو او ولسوالیو د سقوط مخه نه ده نیول شوې او نه هم تراوسه پوري داسې لویه طرحه جوړ شوې چې  له مخې يې دولت ولسوالیو او امنیت ته پام وکړي خو دا چې افغان ولسمشر د حالت د ښه کولو ډاډ ورکړی نو یو څه هیله مندۍ شته چې وضعیت به ښه او مهار کړل شي.

په افغانستان کې د طالبانوله لوري د تاونریخوالي پیښې زیاتې شوې او نژدې هره ورځ دواړو لورو ته د ملکي کسانو په ګډون لسګونه کسان په روانه جګړه کې وژل کیږي.

د امریکا د سفارت ترڅنګ یو شمېر نهادونو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتیدلو باندې اندېښنه ښودل شوې او له طالبانو يې هیله کړې چې جګړه پای ته ورسوي او د سولې له روانې پروسې سره یو ځای شي، خو تراوسه پوري طالبانو د سولې کولو او خبرو لپاره شین څراغ نه دی ورکړی که څه هم دوی وایي خبرو ته ژمن دي خو د اوس لپاره یې پر جګړه کولو تمرکز کړی

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More