The news is by your side.

د طالبانو په غبرګون کې د ورانۍ ټکی

خبريال وېبپاڼه: نن ډېری غربي رسنیو خبر ورکړ چې د افغانستان د بګرام د هوايي اډې څخه ټول امریکايي ځواکونه بيرون شوی دي او دغه اډه په مکمل ډول د افغانستان ملي پوځ ته سپارل شوې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دغه خبر ته په غبرګون کې وويل چې دوی دا يو ښه اقدام بولي او هيله لري چې د افغانستان د نورو سيمو څخه هم ټول بهرني ځواکونه په بشپړ ډول ووځي‌.

مجاهد د خپل غبرګون په دوام کې ليکلي دي چې دوی د په دې باور دي چې د افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل افغانان سولې ته لا نژدې کولی شي.

مجاهد په داسې حال کې د بهرنیو ځواکونو وتل سولې ته د نېږدې کېدو په مانا تفسير کوي چې دغه ډله د پخواني دريځ په خلاف اوس د اسلامي نظام په بهانه جګړې ته دوام ورکوي.

تردې وړاندې به طالبانو ويل چې دوی ځکه جګړه کوي چې په افغانستان کې بهرني پوځيان شتون لري او د افغان ځواکونو سره يې جګړه ځکه ده چې دوی د بهرنیو ځواکونو امنيت نیولی دی.

اوس چې ټول بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي طالبان وايي تر هغه وينې تويوو چې اسلامي نظام حاکم کړو، په داسې حال کې چې اسلامي علما په دې عقيده دي چې په یوه ملک کې د بهرني اشغال پرته د فساد د له منځه وړلو لپاره جګړه کول فساد څو چنده نور هم ډېروي خو طالبان بيا هم ټينګار کوي چې صاف او خالص اسلام به په جګړه او وژلو رامنځته کوي.

د بل لوري بيا د سياسي چارو کارپوهان وايي چې د اسلامي نظام څخه د طالبانو موخه دولت او قدرت دی، دوی صرف د چوکۍ غوښتنې اشتها د اسلامي نظام تر نوم لاندې پټوي که نه په افغانستان کې نظام تر ډېره اسلامي دی او که کومه برخه اسلامي نه وي هغه بايد سوله ایزې هڅې او مبارزې له لارې اسلامي شي.

Comments are closed.