The news is by your side.

د کريم خرم څخه مهمې څرګندونې

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر عبدالکریم خرم په طالبانو او افغان حکومت باندې غږ کوي چې د امريکا د خطرناک پلان متوجه شي.

خرم پخپل ټويټر کې ليکلي دي چې د افغانستان جګړه داسې نه ده ډيزاين شوې چې ګټونکی دې ولري، د خرم په خبره امريکا دا جګړه داسې ډيزاين کړې ده چې پايله يې تجزیه ده، هغه زياته کړه چې طالبان هم په غیرې شعوري ډول د امریکا دې موخې ته خدمت کوي.

خرم وايي چې امريکا ډېر پخوا څو ځل طالبانو ته دا وړانديز کړی و چې د افغانستان یوه برخه به دوی ته په واک کې ورکړل شي او دوی دې په همغه برخه باندې واکمن وي خو طالبانو د امریکا دا وړانديز څو ځل په پرلپسې ډول توګه رد کړ.

دغه افغان سياستوال او کرزي ته نېږدې څېره زياتوي چې د طالبانو د اوسنۍ جګړې مسير په همغه لوري روان دی کوم چې امريکا طالبانو ته وړانديز کړی و خو دوی رد کړی و، خرم په دې اند ښکاري چې امریکا په اوسنۍ جګړه کې طالبانو ته اجازه ورکوي چې د هېواد یوه معلومه برخه تر کنټرول لاندې راولي نه ټول هېواد.

په همدې ډول د هېواد یوه برخه بيا د نورو ګروپونو تر کنترول لاندې پرېږدي، په دې ډول سره په پای کې د افغانستان جګړه داسې يو ځای ته وړل غواړي چې حل لاره يې صرف تجزيه وي.

يوازې خرم ندی چې د امريکا په هکله دا فکر لري بلکې ډیری نور پوه افغان مبصرين هم په دې باندې متفق دي چې امريکا په روانو حالاتو کې په ارادي ډول ځینې سیمې طالبآنو ته ورپرېږدي، ددې پوهانو په اند امریکا نه طالبان بشپړې بريا ته پرېږدي او نه هم افغان حکومت.

د روانو چارو څارونکي وايي چې افغان حکومت او طالبان بايد د امريکا ددې خطرناک جال متوجه شي ا وداسې يوه لاره را وباسي چې د امريکا دا خاينانه پلانونه په سيند لاهو کړي.

Comments are closed.