The news is by your side.

تاواني پاکستان: سوداګریزه خساره ۳۲،۹ سلنه نور هم لوړه شوه

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان په اقتصادي سیاسي او ټولنیز بحران کې نور اوج ته ورسید تراوسه پوري پاکستان په قرضونو کې نړیوال ریکارډ لري او دا هېواد نوره هم اړتیا لري چې د ځان چلونې لپاره نور پورونه هم وکړي.

په تازه راپورونو کې ویل شوي چې پاکستان په سوداګریزه برخه کې نور هم تاواني شوی او دا فصیدې ۳۲،۹ ته رسیدلې او لاهم امکان لري دا تاوان تر دې هم زیات شي.

اقتصاد پوهان وايي چې پاکستان په دې برخه کې باید سمه پالیسي جوړه کړي او که داسې ونکړي نو امکان شته چې پاکستان د نړۍ په کچه یو تاوان هېواد و شمېرل شي.

پاکستان د اقتصادي زوال پر لیکه

پاکستان کوښښ کوي چې له ډیرو لارو چارو د خپل خراب اقتصادي زوال مخنیوی وکړي خو که هر څومره کوښښ وکړي میلیاردونه ډالر ډير رقم پیسې او نه شي کولای چې پوره يې کړي.

پاکستان د ایف اې ټي ایف په خړ لیست کې اوس هم کرار لري

د ایف ای ټي ایف نړیوالې ادارې لاهم  پریکړه وکړه چې د پاکستان نوم دي د دې ادارې په خړ لیست کې پاتي شي ځکه دې  هېواد ترهه ګرۍ سره مبارزه نه ده کړې او شرطونه يې نه دي پور کړي.

دې ادارې پاکستان ته ۲۷ شرطونه ایښي ول چې پاکستان نه دی توانیدلی د دوی دا شرطونه پوره کړي د دې ادارې مشر مارکس پلییر وویل زموږ د ادارې  له ۲۷ سپارښتنو څخه پاکستان په ۲۶ سپارښتنو توانیدلی چې عمل وکړي خو ترهګرو ته ورکیدونکي سزاګانو او د قانوني  قامونو په لړکې لاهم اړتیا ده چې پاکستان مخ ته ولاړ شي.

دې لیست کې پاکستان هېواد په ۲۰۱۸کال کې اضافه شو چې له هغه تراوسه پاکستان زیاتي هڅې وکړې او ان دا چې ورته يې۲۶ شرطونه هم  پوره کړل ولې تراوسه پوري يې هیڅ هم نه دي کړي پوره درې کاله کیږي  چې پاکستان په دې لیست کې کرار لري او که چیري د دې لیست څخه د وتلو هڅه ونه شي نو ښايي د دې ادارې تر دې سختو بندیزونو ته ولاړ شي.

په ورته وخت کې د ۲۶ شرطونو په پوره کولو او یوه شرط په پآتيدلو شامحمود قریشي هم له دې ادارې ګیله کړې او په هکله يې تازه غبرګون ښودلی.

ده ویلي چې موږ د ایف ای ټي ایف له ۲۷ څخه ۲۶ شرطونه پوره کړي او داسې نور څه به نه وي پاتي پاکستان دي په دې لیست کې لاهم وساتل شي.

Comments are closed.