The news is by your side.

بایډن ته د افغان دولت مشرتابه خوند ورکړی وايي هوايي ملاتړ هم چمتو دی

خبریال ویب پاڼه/ له افغانستانه که نن وي یا سبا د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه بشپړه کیږي او په مکمله توګه د جګړې او هېواد مشرتابه افغان دولت ته سپارل کیږي خو له دې وروسته به څه کیږي په دې هکله امریکايي ولسمشر تازه څرګندونې کړې دي.

پس له ډیره وخته د بایډن له خولې د افغانستان په هکله مهمې څرګندونې شوې او وروسته د امریکايي ځواکونو له وتلو يې پر افغان دولت باور څرګند کړی او ویلي يې دي چې د افغان حکومت مشرتابه د حکومت ساتلو او شته ټولو ننګونو په وړاندې مبارزه کولای شي.

بایډن زیاته کړه په لومړي سرکي افغان هوايي ځواک هرڅه ترسره کولای شي او که هغه نه وي نو بیا امریکا هم د هوايي ملاتړ امکانات چمتو کړي چې د افغان پوځیانو په ملاتړ بریدونه ترسره کړي.

که څه هم خبریالانو په دې خبرې غونډه کې له بایډن څخه زیاتي پوښتنې درلودې خو بایډن د خبریالانو څخه وغوښټل چې نوري پوښتنتې وکړي او دافغانستان په هکله يې نور ونه پوښتي بایډن د نورو امریکايي مشرانو پر خلاف وویل چې  له هېواده دامریکايي ځواکونو د وتلو پروسه په څو ورځو کې او ژر  نه بشپړیږي خو هرڅه د پلان سره سم مخ ته روان دي.

بایډن د مي میاشت کې اعلان وکړ چې ټول امریکايي ځواکونونه به تر راتلوونکې سپټمبر میاشتي ۱۱ نېټې پوري له افغانستانه وزي چې ورسره سم په افغانستان کې ټولو بهرنیو ځواکونو دا نېټه خوښه کړه او زیاته يې کړه چې دوی به هم پر دې نېټه خپل ځواکونه له افغانستانه باسي.

تراوسه پوري د ګڼو هېوادونو چې د ناټو چوکاټ کې کرار لري ځواکونه له افغانستانه ایستلي او دامریکا په ګډون یوازي  محدود هېوادونه پاتي دي چې د سرتیرو د وتلو لړۍ يې لاهم نه ده بشپړه شوې.

د افغانستان وضعیت

تر دې وړاندې ورځو کې د طالبانو له لوري زیات شمېر ولسوالۍ سقوط شوې او اوس مهال هم په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو اوافغان ځواکونو ترمنځ درنې  جګړې روانې دي په هکله یې عام افغانان په اندېښنه کې دي او په لومړي قدم کې له دولت او بیا متحدینو غواړي چې باید د حالت د ښه کولو لپاره لاس په کار شي

Comments are closed.