The news is by your side.

بګرام اډه چور شوې

خبربال ویب پاڼه/ تیره ورځ داسې راپورونه خپاره شول چې امریکا خپله تر ټلو لویه اډه بګرام هم افغان ځواکونو ته سپارلې او له دې وروسته امریکا د بګرام اډې څخه په کلي توګه وتلي دي.

راپورونه کله چې دا اډه افغان ځواکونو ته سپارل ډيری برخې يې لوټل شوې په دې هکله د دې ولسوالۍ ولسوال رسنیو ته ویلي له اډې څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دې میدان ته یو شمېر ملکي خلک دننه شوي او ډیری وسایل يې لوټلي او له ځان سره وړي دي.

نوموړي وویل چې ژر تر ژره د دې قضيې مخه افغان امنیتي ځواکونو نیولې او پر تړاو يې دوه کسه نیول شوي هم دي.

مالومات وايي چې دا پیښه ځکه رامنځ ته شوې چې امریکايي ځواکونو له افغان ځواکونو سره همغږي نه ده کړې او بغیر له خبره له دې ځایه وتلي دي تراوسه پوري مالومات نشته چې خلکو کوم کوم توکي له ځان سره وړي دي.

ویل کیږي چې ددې هوايي ډګر او اډې مسؤلیت به یو اوه سوه کسیز کنډک پر غاړه واخلي چې اوس مهال تازه چمتو کیږي تر دې وړاندې هم د امریکايي ځواکونو له لوري د اډو پرېښودلو وروسته د هغوی یو شمېر آډې چور شوې او توکي يې غلا شوي وو، خو ویل کیږي چې د بګرام لویه اډه چې هرڅه پکي شته لوټل یې افغان دولت او نظام ته لوی تاوان پيښه ولای شي.

تراوسه پوري د افغان دولت لوړ پوړو چارواکو په دې هکله څه نه دي ویلي خو د داسې ځایونو ساتنه باید له لومړیو ورته تابیا ونیول شي او دا هم مالومه نه ده چې د افغان ځواکونو په شتون کې دي دا اډه وساتل شي ځکه کله چې د کندهار هوايي ډګر څخه امریکايي ځواکونه ووتل او د دې ډګر مسؤلیت يې افغان لوري ته وسپاره نو له دې هوايي ډګر همداسې د چور او تالان راپورونه ورکړل شول.

تراوسه پوري افغان دولت او دفاع وزارت په دې هکله خپل رسمي دریځ نه دی څرګند کړی خو په دې ولسوالۍ کې سیمه ییزو سرچینو دا خبر تاید کړی دی کیدلای شي چې د دې هوايي ډګر ملحقاتو ته پکښي لوی زیان اوښتی وي

Comments are closed.