The news is by your side.

طالب سره د پاکستان د دښمني  اعلان/ خپله خاوره طالبان ځپي

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان په دې وروستیو نوي او نادرې کوي لکه چې لومړي وزیر عمران خان وویل چې د پآکستان په وړاندې خپلې پالیسۍ ته تغیر ورکوي او په عاجزي سره یې وویل چې پر طالبانو واک هم نلري اوس یوه بله خبره پيدا کړې او ویلي یې دي چې  په خپله خاوره کې افغان طالبان ځپي.

تیره ورځ د پاکستان د نظامیانو او استخباراتي چارواکو لویه غونډه جوړه شوې وه چې پکښي پر خپله بې طرفي او د افغانستان به مسله کې د نه ښکېلتیا خبره وشوه.

اوس تازه راپورونه وایي چې په دې اته ساعته ناسته کې پاکستان خپله ساره او اوږده سره پرتله کړل او ویې لیدل چې راتلوونکې اقدامات  لکه ددوی چې پلان وو، تر وسه تیر دی ځکه نو دې لوړ پوړو چارواکو ویلي چې په خپله خاوره کې میشت افغان ته طالبان به ځپي او د هغوی په وړاندې به عملیات پیل کوي.

دوی دا خبره ګونګه ساتلې خو یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي چې ډيری برخه یې قانون جوړونکي دي باجوه او د ای ایس ای رییس دا هم وپتېله چې دوی ته د افغان طالبانو په وړاندې عملیات ښايي ګران هم پریوزي خو خبره یې دا وکړه چې د دوی پر ضد به عملیات ترسره کیږي، او هرنګه غبرګون ته چمتوالی هم لري.

تراوسه په رسمي ډول چا څه نه دي ویلي خو خو دا داسې ګام دی چې له ښو او  بدو غبرګونونو سره به حتمی مخ کیږي که چیري پاکستان په یعني ډول سره پاکستان خپله دا ژمنه پوره کړي نو په کور دننه له سیاسي مخالفتونو سره هم مخ کیږي ځکه د پاکستان یو شمېر مذهبي ګوندونه او د هغوی مشران له طالبانو سره ژوره خواخوږي لري او کیدلای شي هغوی هم په دې هکله غبرګون وښيي خو تراوسه پوري په دې هکله څه نه دي ویل شوي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل که چیري طالبان په زوره واک ته ورسیږي نو پاکستانی پوځ به یې په وړاندې و نه دریږي خو دومره به وکړي چې د خپل هېواد سرحدونه به ورته وتړي او اجازه به خپل هېواد ته ورنکړي داسې اوازې هم خپرې شوې چې ښايي د ټولو امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا پر پآکستان یو شمېر بندیزونه هم ولګوي

Comments are closed.

koi finance