The news is by your side.

پښتونخوا کې ۴ پاکستاني عسکر له پښو غورځيدلي

خبریال ویب پآڼه/ د خیبر پښتونخوا د ډیری اسماعیل خان سیمه کې د پاکستان عسکر د عملیاتو په نومونو خلک زوروي چې هره ورځ ورته تلفات رسیږي او نن يې بیا څلور ورته غځولي.

ویل کیږي چې د پاکستاني عسکرو موټر د سړک غاړې پر ماین وربرابره شو او د ریموټ کنټرول بم په وسیله پرې زوروره چاودنه وشوه چې له کبله يې څلور عسکر مرګوني ژوبل شول او داسې ګمان کیږي چې ښايي په دې برید کې د پاکستان عسکر هلاک شوي هم وي خو دوی يې تلفات پټوي.

تراوسه پوري د دې چاودنې مسؤلیت چا پرغاړه نه دی اخیستی خو په دې سیمه کې د طالبانو تحریک ډله فعاله ده او هره ورځ پر پاکستان ملېشه وو، او عسکرو بریدونه کوي چې په دې سیمه کې يې تراوسه پوري سلګونه پاکستاني عسکر وژلي دي او داسې ګمان کیږي چې ننۍ چاودنه هم د تحریک طالبان جنګیالیو کړې وي ځکه چې هغوی د جګړې کولو ګواښ هم کړی دی

په ورته وخت کې تیره ورځ هم ورته مرګوني پیښي رامنځ ته شوې وې چې په بلوچستان او وزیرستان کې پاکستاني عسکر په نښه شوي وو.

د پاکستاني عسکرو له لیکو څخه یو څوک يې وایي چې چاودنه د کویټې ښار پر ایرپوټ سړک باندې پرداسې مهال چې د پاکستاني عسکرو کتار روان وو، پر موټر سیکل ځا پر ځای شوي ماین چاودنه کړې چې اوه عسکر يې د دې سرچینې له  خولې مرګوني ژوبل کړي دي.

که څه د پاکستاني عسکرو مسؤلین د اوه عسکرو جراحت مني خو داسې انګیرل کیږي چې په دې چاودنه کې به په حتمی شکل سره زیات پاکستاني عسکر هلاک شوي هم وي.

تراوسه پوري که څه هم د دې برید مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو په دې سیمه کې بلوڅ ملتپال فعاله دي او نژدې هره ورځ پاکستاني  عسکر وژني

تیره ورځ هم په بلوچستان کې پر پاکستاني عسکرو قیامت جوړ وو، چې ژوبل او ټپیان يې درلودل

د بلوڅانو لیبریشن فرنټ وسلوالې ډلې چې هیڅ وخت يې پاکستاني عسکر پر کراره نه دي پریښي ویلي چې د محکوم بلوچستان په کیچ سیمه یې د پاکستاني پوځیانو پر موټریز کاروان ناتار جوړ کړی او په جګړه کې يې را ایثار کړی دی.

Comments are closed.