The news is by your side.

امریکا نوی پلان منظور کړی دوه مهم ټکي/ څه دي؟

خبریال ویب پاڼه/ امریکا تیره ورځ په کابل کې خپله تر ټولو لویه اډه بګرام افغان ځواکونو ته وسپاره او داسې ښکاري چې نور به له افغانستانه د نورو هېوادونو غوندي پښې سپکوي.

امریکا اوس د افغانستان لپاره دوه لارې ټاکلې چې جګړه په کې نشته او دوی به دوه هدفونه ترسره کوي چې یو يې په کابل کې د امریکايي سفارتي پرسونل ساتنه ده او بل يې له افغان ځاوکونو سره اړیکي او همکارۍ دي.

د امریکا د دفا وزارت د دې خبرې د پخلي په کولو سره ویلي چې دوی له وتلو وروسته د دې جوګه کیږي چې خپل سپارتي شته والی وساتي او  له افغان ولس او حکومت سره مرسته وکړي او پرې نه ږدي چې افغانستان بیا زموږ د خاوري د ګواښونو په خوندي مرکز بدل شي.

بایډن هم د افغانستان په هکله څرګندونې کړې دي

پس له ډیره وخته د بایډن له خولې د افغانستان په هکله مهمې څرګندونې شوې او وروسته د امریکايي ځواکونو له وتلو يې پر افغان دولت باور څرګند کړی او ویلي يې دي چې د افغان حکومت مشرتابه د حکومت ساتلو او شته ټولو ننګونو په وړاندې مبارزه کولای شي.

بایډن زیاته کړه په لومړي سرکي افغان هوايي ځواک هرڅه ترسره کولای شي او که هغه نه وي نو بیا امریکا هم د هوايي ملاتړ امکانات چمتو کړي چې د افغان پوځیانو په ملاتړ بریدونه ترسره کړي.

که څه هم خبریالانو په دې خبرې غونډه کې له بایډن څخه زیاتي پوښتنې درلودې خو بایډن د خبریالانو څخه وغوښټل چې نوري پوښتنتې وکړي او دافغانستان په هکله يې نور ونه پوښتي بایډن د نورو امریکايي مشرانو پر خلاف وویل چې  له هېواده دامریکايي ځواکونو د وتلو پروسه په څو ورځو کې او ژر  نه بشپړیږي خو هرڅه د پلان سره سم مخ ته روان دي.

بایډن د مي میاشت کې اعلان وکړ چې ټول امریکايي ځواکونونه به تر راتلوونکې سپټمبر میاشتي ۱۱ نېټې پوري له افغانستانه وزي چې ورسره سم په افغانستان کې ټولو بهرنیو ځواکونو دا نېټه خوښه کړه او زیاته يې کړه چې دوی به هم پر دې نېټه خپل ځواکونه له افغانستانه باسي.

تراوسه پوري د ګڼو هېوادونو چې د ناټو چوکاټ کې کرار لري ځواکونه له افغانستانه ایستلي او دامریکا په ګډون یوازي  محدود هېوادونه پاتي دي چې د سرتیرو د وتلو لړۍ يې لاهم نه ده بشپړه شوې.

Comments are closed.