The news is by your side.

د يوه جدي تقابل ګواښ موجود دی

خبريال وېبپاڼه: راپورونه وايي چې روسیې د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې د امريکا د اډو د موندلو له هڅې سره سخت مخالفت ښودلی دی، د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي تېره ورځ وويل چې روسیه د منځنۍ اسيا په هره هېواد کې د امريکا اډې په مستقيم ډول ځانته ګواښ ګڼي.

وروسته له هغه چې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو نېټه رانژدې شوه او ويل کېږي چې د بګرام لويه نظامي اډه هم امريکائي ځواکونو تخليه کړه امريکا خپلې هڅې چټکې کړې چې په سيمه کې د ځان لپاره په یوه بل هېواد کې اډه ومومي.

د امريکا لومړۍ هڅه دا وه چې په پاکستان کې ځانته یوه پوځي اډه پيدا کړي، په دې هکله پاکستاني او امريکايي چارواکو ځينې ليدنې کتنې هم درلودې، په لومړيو کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شا محمود قريشي وويل چې پاکستان به د خپلو ملي ګټو په بنسټ پرېکړه کوي.

څو اونۍ وروسته بيا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير په ښکاره وويل چې امريکا ته به پوځي اډې ورنکړي، تازه بيا تېره ورځ د پاکستان صدراعظم عمران خان هم ددې هېواد ولسي جرګې ته پخپل بيان کې وويل چې پاکستان به بيا هېڅکله امريکا ته پوځي اډې ورنکړي او نه به د امريکا په جنګ کې ونډه واخلي.

د پاکستان څخه د ناهيلۍ وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير ازبکستان ته سفر وکړ، ددې هېواد نورو لوړو چارواکو بيا قزاقستان ته سفر وکړ ان تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار هم قزاقستان ته سفر وکړ.

خو تراوسه پورې د منځنۍ اسيا د هېڅ هېواد څخه امریکا ته د اډو ورکولو مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی، د بل لوري بيا د روسيې ځانګړی استازی هم ګواښ کوي چې د منځنۍ اسيا په هېڅ هېواد کې به د امريکا پوځي اډې ونه ومني‌.

د چارو کارپوهان وايي چې د منځنۍ اسيا هېوادونه د روسیې د قوي تاثير او اغېز لاندې دي، دا امکان ډېر کم دی چې ددې جغرافیې کوم هېواد دې امریکا ته کومه پوځي اډه ورکړي، هېڅ هېواد به په منځنۍ اسيا کې د امريکا لپاره د روسیې سره تقابل ونه مني.

Comments are closed.