The news is by your side.

افغانستان سره د نړیوالو ناځواني

خبریال ویب پاڼه/ له نړیوالې ټولنې ګیله ټول امریکا او نورو متحدینو ته وايي چې پر دومره مهم وخت باید افغانستان یوازي پرې نه ږدي خو امریکا او نور متحدین په دوامداره توګه سره روان دي او هیڅ سر نه خلاصوي.

نن بریتانیا چې ګمان کیدی تر یوه وخته به پاتي شي خپل وروستی سرتیر هم له افغانستانه و ایست او په دې سره د بریتانیا شل کلن ماموریت په افغانستان کې ختم شو.

اوس تازه د بریتانیا پخواني لوی درستیز د نړیوالې ټولنې پروتلو او ناځواني باندې ږغیدلی او د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپټمبر ۱۱ نېټې څخه د سختو بریدونو تابیا ولري.

په افغانستان د القاعده د بیا ژوندي کیدلو په اړه هم خطرونه او اندېښنې موجودي دي او ویل شوي چې دا ډله به یو ځل بیا منسجمه او ګواښونه رامنځ ته کړي.

لارډ ډیویډ رییچرډز په  خپلو خبرو کې ویلي هغه هېوادونه چې افغانستان کې يې ماموریت ترسره کړی له دې وروسته دي د ۲۰۰۱ کال سپټمبر میاشتي په پرتله د سختو بریدونو په تمه شي.

ده ګیله وکړه هغه هېوادونه په تیره ناټو هغه هېواد ته شا کړې چې ورسره يې ډیري او مهمې ژمنې کړې وې، او افغانستان يې په یوه داسې حال کې پرېښود چې د کورنۍ جګړې د پیل لیدلو امکان پکښي زیات شته.

ده هم د نورو بهرنیو غوندي وویل د دې امکان شته چې طالبان د خبرو پر ځای جګړه غوره کړي خبرو ته حاضر نه شي او جګړې کولو ته شیدت ورکړي.

ریچارډز په خپلو خبرو کې د افغانستان وضعیت نور هم اندېښمنوونکی وباله او زیاته يې کړه چې نړیوال باید په دې هکله دقیق فکر وکړي، ځکه داسې بیا نه وي چې دوی پر خپلو وتلو پښېمانه شي.

تراوسه پوري نژدې هره ورځ د جګړو او سقوط راپورونه ورکول کیږي او خلک په زیاته ویره کې دي چې د ولسوالیو ترڅنګ د ولایت د سقطونو لړۍ پیل نه شي.

افغان دولت ویلي حالت  به بدلون کوي او دوی به بیرته حاکم کیږي ځکه چې د ولسوالیو د بیا نیولو پلان لري او اجازه به ورنکړي چې طالبان نور پرمختګ وکړي او ولسوالۍ سقوط کړي.

تراوسه پوري لاهم حالت کابو شوی نه دی خو هیلې شته چې داسې یوڅه وشي

Comments are closed.

koi finance