The news is by your side.

وسوالويو درجن پاکستاني عسکر بیا ختم کړي

خبريال ويب پاڼه/ پر پاکستاني عسکرو باندي لاهم تندر جوړ دی او په تازه پيښه کې يې پوره يو درجن عسکر وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې دا پیښه د شمالي وزيرستان د سپين وام تحصيل سيمه کې رامنځته ته شوې.

امنیتي مسؤلینو تائيد کړه چې په دې پيښه کې درې عسکر هلاک شوي، او يو کس ژوبل شوي دی.

وسلوالو د تحصيل سيمه کې د پاکستانيو سرتيرو پر پوسته هجوم ور وړی او زياتو عسکرو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

که څه هم تر اوسه پورې د دې پيښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو په دې سيمه کې تحريک طالبان پر پاکستاني عسکرو تل خونړي بريدونه کوي.

وروسته له هغه چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید له افغان طالبانو وغوښتل چې د تحريک طالبان ډله کنټرول او پرې نه ږدي چې د پاکستان پرضد يو څه وکړي تحريک طالبان پاکستاني عسکرو تندر جوړ کړی او له يوه مخه يې وژني.

تراوسه پورې په محکوم وزيرستان کې زرګونه پاکستاني عسکر د تحريک طالبان له لوري هلاک شوي او دوی ګواښ کړی چې خپلې وسلوالې مبارزې ته به دوام ورکوي.

پاکستان له تحريک طالبان څخه په ډار کې دی او اوس د دې ويره شته چې دوی به له افغان طالبانو سره متحد او د پاکستان په وړاندې جنګي دريځ خپل کړي.

سياسي پاکستاني مبصرين وايي هېواد يې د افغانستان په تحول کې بايد ځان جوړ او په دې مواردو کې بايد له احتياطه بايد کار واخلي دوی وايي هسې نه د افغانستان اور کې پاکستان وسوځول شي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان وويل چې د افغانستان په هکله د کلونو پاليسي بدلوي او نور به د دې هېواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.

هغه په نورو خبرو کې وويل چې که طالبان د زور له لارې واک ته ورسيږي نو د پاکستان پوځ به يې پر وړاندې کوم اقدام و نه کړي خو دومره به وکړي چې له افغانستان سره خپلې پولې وتړي.

له افغانستانه ټول امريکايي عسکر په وتلو دی پاکستان ته دوه انتخابه ګوري افغان دولت او طالبان چې کوم يو به وټاکي ښايي چې دا د پاکستان لپاره يو لوی چلنج هم و اوسي

Comments are closed.