The news is by your side.

د حکومت د مجبوريت پرېکړه او د خلکو سختې اندېښنې

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي چې افغان پوځ د يوې سختې تيارۍ په حال کې دی ترڅو د هېواد شمال د طالبانو څخه پاک کړي، د هېواد د ملي امنیت سلاکار وايي چې دوی پوره تياري نيسي ترڅو طالبان د افغانستان په شمال کې سخت وځپي.

افغان پوځ وروسته له هغه د افغانستان د شمالي ولايتونو د تصفيې د عملياتو څخه خبر ورکوي چې طالبان د هېواد په دې برخو کې د جدي پرمختګ خبرونه ورکوي، همدا اوس د هېواد په شمال کې د تاجکستان او افغانستان پوله د طالبانو په کنټرول کې ده او تر زرو زيات افغان پوځيان د طالبانو د وېرې تاجکستان ته ور اوښتي‌دي.

تر دې وړاندې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ويل و چې په شمال کې پوځ د طالبانو د بریدونو تمه نه درلوده ځکه يو ناڅاپه د طالبانو د بریدونو په وړاندې حیران شول، که څه هم حمدالله محب په مستقيم ډول څه ونه ويل خو د خبرو یې دا ښکاره شوه چې حکومت د هېواد په جنوب کې د طالبانو د حملو تمه درلوده خو طالبانو دا ځل د‌‌ معمول خلاف د هېواد په شمال کې حملې پيل کړې.

د حکومت دغه لوړ پوړی چارواکی په داسې حال کې د سختو عملیاتو خبر ورکوي چې د افغانستان په شمالي ولايتونو کې اوس هم خلک د حکومت او طالبانو د جګړو له لاسه سخت کړېدلي دي او خپل هرڅه یې له لاسه ورکړي، ځاي ځاي کډوالۍ پيل شوې دي او خلک یې حيران دي چې څه وکړي.

د بل لوري بيا د سولې خبرې مړاوې شوې دي او داسې ښکاري چې دواړه لوري د سختو جګړو تیاری کوي، د پوځي چارو کارپوهان اندیښنه څرګندوي چې د حکومت وروستۍ تیروتنې به د افغانستان لپاره سخته بیه ولري.

د پوځی چارو کارپوهان وايي چې طالبانو په‌دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د حکومت څخه په ډېره لوړه کچه باندې‌ وسله، پوځي موټر او نور نظامي وسايل ونيول، پوهان وايي دا هرڅه به د افغان پوځ لپاره مجادله او عمليات نور هم ګران کړي.

Comments are closed.