The news is by your side.

طالبانو د زیاتو نیوکو وروسته د سولې لپاره هم اعلان وکړ

خبريال وېبپاڼه: د رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی دی چې طالبان به شاوخوا يوه مياشت وروسته د افغانستان د حکومت مذاکراتي ټيم ته د سولې يوه طرحه ورکړي، دغه خبري اژانس د ذبیح الله مجاهد له قوله ويلي دي چې دا طرحه به په داسې حال کې طالبان د افغانستان حکومت ته وړاندې کړي چې دوی ځانونه د جګړې په ميدان کې برلاسي هم بولي.

تراوسه ددې جزيات ندي خپاره شوي چې طالبانو په دې طرحه کې څه ځای په ځای کړي دي، د ټاکنو مسله پکې واضح شوې ده او که نه، ايا دا طرحه به د طالبانو د پخواني امارت سره يو شان وي که به توپير لري.

تر دې وړاندې د امريکا متحده ايالاتو افغان حکومت او طالبانو ته یوه طرحه ورکړې وه چې پکې د موقت حکومت او د ټاکنو خبره ذکر شوې وه، خو دا طرحه نه د افغان حکومت لخوا د هر کلي سره مخ شوه او نه هم د طالبانو له لوري، په دې طرحه کې د افغان حکومت مخالفت د موقت حکومت د پکي سره و.

خو طالبانو بيا تر وروستيو پورې ددې طرحې په هکله خپل رسمي غبرګون ونه ښوده، خو طالبانو ته نېږدې کسانو وخت نه وخت ويل چې طالبان د امريکا د طرحې د ټاکنو له برخې سره مخالف دي.

وروسته بيا افغان حکومت پخپله هم يوه طرحه طالبانو ته وړاندې کړه په کومه کې چې ولسمشر غني وعده کړې وه چې دی به بېړنۍ ټاکنې ترسره کوي او پخپله به هم په ټاکنو کې ځان نه نوماندوي، ولسمشر غني په دې طرحه کې ټينګار کړی و چې و چې طالبان بايد ټاکنې د يوه اصل په توګه ومني.

طالبانو د ولسمشر غني طرحه هم ونه منله، له همدې ټولو لوريو نور د طالبانو دا هيله درلوده چې پخپله د هېچا طرحه نه مني، نیمګړې یې بولي اوس نو بايد پخپله يوه طرحه وړاندې کړي چې نور لوري یې وارزوي.

Comments are closed.