The news is by your side.

 د افغانستان او تاجکستان پر پوله خراب حالت شل زره سرتیري ځای پرځای کیږی

خبریال ویب پاڼه/ افغانستان کې جګړې دي او دې جګړو وضعیت ان دومره ترینګلی کړی چې له ګاونډیو هېوادونو سره هم ان ویره پیدا شوې چې  د افغانستان خطر دوی ته ګواښ نه شي.

داسې راپورونه ورکول شول چې د افغانستان ګاونډ تاجکستان ته د جګړو له امله له سرحدي ولایتونو یو شمېر افغان سرتیري تاجکستان ته اوښتي او ځانونه يې ژغورلي دي.

اوس له دې خراب وضعیت څخه په ډار تیره ورځ د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په مشري د ملي امنیت شورا د افغانستان سره پر پوله حالت و ارزاوه.

په غونډه کې د سرحدي ځواکونو قوماندان او کورنیو چارو وزیر ښاغلی رحمان ته مالومات وړاندې کړي چې پر پوله به امنیتي چارې زیاتي اوهغه سیمو ته به سرتیري واستوي چې اړتیا لیدل کیږي

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې دا مهال وضعیت تر ټولو خراب دی له بدخشان ولایت څخه راپورونه وايي چې له ولسوالیو څخه اوس جګړه تر مرکز فیض اباده رسیدلې او دا مهال په هغه سیمه کې طالبان او افغان ځواکونه په جګړو بوخت دي.

د افغانستان لوی درستیز ویلي  چې طالبان کوښښ کوي څو پر بندرونو باندې ولکه ټینګه کړي خو دوی ته د بندرونو ساتل او امنیت کول لومړیتوب لري او اجازه به ورنکړي چې طالبان پر بندرونو ولکه ټينګه کړي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د خپل هېواد دفاع وزیر ته لارښوونه کړې چې د افغانستان سره د پولي ساتنې او امنیت تامین لپاره باید دوی شل زره سرتیري دې سیمې ته واستوي او د دې سیمې امنیت خوندي کړي.

افغانستان کې د روان امنیتي وضعیت په هکله زیاتي اندېښنې را ولاړې شوې خلک وايي چې د جګړو له امله بې ځایه شوي او غوښتنه کوي چې باید دولت د حالت په کابو کولو کې مرسته وکړي دوی هیله لري چې  داسې وشي.

په ورته وخت کې لاهم طالبان د پرمختګ په حال کې دي او نژدې هره ورځ ولسوالۍ او یو لړ سیمې له افغان ځواکونو څخه نیسي چې پر مهال يې وسلې او مهمات هم دې ډلې ته په لاس ورځي او ورځ تر بلې وسلوال طالبان نور هم پیاوړي کیږي چې ډیر د اندېښنې وړ ده

Comments are closed.