د زابل له یوازنۍ ولسوالۍ شهري صفا څخه هم کډې باریږي
خبریال ویب پاڼه/ په عمومي ډول افغانستان کې وضعیت تر پخوا ډیر خراب شوی خو څو ولایتونه چې پوره پاملرنه ورته نه ده شوې تر لوړ امنیتي تهدید لاندې دي او دا مهال يې خلک زیات په ویره کې اچولي دي.
راپورونه وايي چې د زابل یوازنۍ ولسوالي شهري صفا چې د دولت په لاس کې او امنیت يې پخوا ډير ښه وو، تر لوړ امنیتي تهدید لاندې او که پاملرنه ورته ونه شي نو سقوط به شي.
محلي خلک وايي چې د دې ولسوالۍ په اوږدو کې د شهرا کنډک یو شمېر پوستې افغان ځواکونو پریښې او اوس د دې ولسوالۍ په جلدک سیمه کې د شهرا کنډک ته ګواښ متوجې دی او ډير ژر به هغه هم کډه بار او مرکز کلات ته ولاړ شي چې په دې سره به یوازي د ولسوالۍ ودانۍ او لږ امنیتي پوستې پاتي شي چې سرنوشت يې مالوم نه دی چې راتلوونکي کې به څنګه شي.
د زابل ټولې ولسوالۍ سقوط او دا مهال يې پوځیان مرکز کلات ته را ستانه شوي دي چې اوس مهال يې اوسیدونکې وايي ټول ګواښ د دې ولایت مرکز ته متوجې شوی او دولت باید ورته جدي پاملرنه وکړي ترڅو یوازي مرکز يې وساتل شي.
تر دې وړاندې د زابل ولایتي چارواکو ویلي وو، چې د کلات شهري صفا ترمنځ لويي لارې او دې ولسوالۍ ته به پاملرنه کیږي او امنیت به یې تامین کیږي خو تراوسه پوري هیڅ ګام نه دی اخیستل شوی او محلي خلک وايي چې نن وي که سبا وي نو د جلدک کنډک به باریږي او دا سیمه طالبانو ته خوشي کیږي.
د زابل سره تر خوا د کندهار امنیتي وضعیت هم له کنټرول څخه وتونکی او د خلکو سختې اندېنښې یې راپارولې له دې ولایت څخه راپورونه وايي چې جګړه د کندهار ښار تر کمر بندي پوستو رسیدلې او د کندهار ښار ته خطر متوجې دی خو په دې هکله يې ولایتي چارواکو ډاډ ورکړی چې طالبان نه شي کولای دکندهار ښار ونیسي ځکه دوی به يې په وړاندې کلکه مبارزه وکړي او اجازه به ورنکړي چې خلک له ستونزو سره مخ کړي اوسمهال د افغانستان یو زیات شمېر ولایتونه تر لوړ امنیتي تهدید لاندې دي
Comments are closed.