The news is by your side.

د طالب وياند تازه څرګندونې

خبريال وېبپاڼه: د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ تېره ورځ د کابل نيوز سره په مرکه کې وويل چې دوی د سولې د خبرو لپاره تيار دي او د اختر راهيسې یې د مذاکراتي ټيم مشران هم په دوحه کې دي ترڅو د افغان حکومت د استازو سره خبرې وکړي.

وردګ وويل چې دوی خبرو ته تيار دي او هغه تورونه بې ځايه دي چې ويل کېږي طالبان د خبرو د میز څخه په شا شوي، ده زياته کړه چې دا څنګه امکان لري چې زموږ مشران دې په دوحه کې د خبرو لپاره شتون لري مګر د افغان حکومت د مذاکراتي مشر او ډېری مهم غړي دې په دوحه کې نه وي او بيا دې تور په دوی ولګول شي.

نعیم وردګ په افغان حکومت باندې تور پورې کړ چې د خبرو د میز څخه د هم تبليغاتي استفاده کوي، ده وويل چې طالبان په هېڅ صورت د خبرو د میز څخه ندي په شا شوي او نه به هم په شا شي.

د جګړې د زياتېدو په هکله طالب وياند وويل چې دا يو طرفه کار ندی، بلکې حکومت هم جګړې ته زور ورکوي، ددې لپاره په دليل کې وردګ وويل چې د ددفاع پخواني وزير پخپله وويل چې په عملياتو کې شپږ نيم زره طالبان وژلي حال دا چې دوی ټول پينځه سوه عسکر هم ندي له منځه وړي.

د بل لوري بيا افغان حکومت وايي چې طالبان په جدي مسايلو خبرو ته زړه نه ښه کوي او تمرکز یې د جګړې په ميدان دی، حکومتي وياندويان ددې خبرې د دليل په توګه د افغانستان په شمال کې د تودې جګړې صورت حال وړاندې کوي.

افغان حکومت همدارنګه وايي چې دوی د طالبانو سره د خبرو د بريا لپاره کافي قرباني ورکړې ده، ددې ډلې پینځه زرو څخه زيات بنديان يې آزاد کړي دي اوس پکار ده چې طالبان هم د خبرو د بريا لپاره يو قدم راوړاندې شي.

Comments are closed.