The news is by your side.

عمرانخان:  خپله دښمني څرګنده کړه د هند او افغانستان په هکله يې څه ویلي؟

خبریال ویب پاڼه/ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو وروسته عمرانخان د افغانستان او په دې قضیه کې د هندپه هکله تازه څرګندونې کړې او هند يې ستر بایلوونکی هېواد معرفي کړی دی.

د پاکستان لومړي وزیر په خپل تازه دریځ کې څرګنده کړې چې د امریکايي ځواکونو په وتلو سره په ټوله سیمه حالت خراب ترینګلي او حالت خرابیږي او زیاتي ستونزې به رامنځ ته شي.

عمرانخان زیاته کړه وضعیت د خرابیدلو  پر لور روان دی او په دې  منځ کې هند هغه هېواد دی چې بایلونکی دی ځکه دې هېواد افغانستان کې میلیونونه ډالر پانګونه وکړه او دا هېواد اوس له ستر خطر سره مخ دی د ده له اشارې دا مالومیدله چې منظور یې دا وو، ترڅو د هند تر سره کړي کارونه ښايي له خطر سره مخ  شي.

عمرانخان یوځل بیا ویلي چې د افغانستان موضوع نظامي حل نلري او دوی له ډیره وخته پر خپل  دې دریځ ولاړ دي او دواړه لوري باید خبرو ته ادامه.

د هند نژدېوالی له افغانستان سره پاکستان سوځوي او نه غواړي چې د دې دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې وي، هند په دې وروستیو کې د افغان سولې لپاره هم له طالبانو سره د اړیکو تار غځولی چې پاکستان کوښښ کوي ترڅو طالبان او هند له دې کاره هم را وګرځوي خو ښايي اوس دا کار امکان ونلري.

د عمراخان له دې څرګندونو باید څه اخذ وشي چې دی په داسې نظر دی چې ښايي طالبان افغانستان کې بیرته واکمن شي او یاهم ډيري سختې جګړې ترسره شي ځکه نو يې ویلي چې هند زیات بایلونکی دی.

افغانستان سره د پاکستان دښمني

پاکستان د تاریخ په اوږدو کې هیڅ داسې یو اقدام ونکړ چې راشي او د هند په نیمه هم له بیوزله افغانانو سره خواخوږي او مرسته وکړي خو برعکس خپلو شومو اهدافو لپاره يې لا ستونزې هم جوړې کړې.

په دې وروستیو کې هند په قطر کې د طالبانو له استازو سره کتلي او ویلي يې دي چې د دې ډلې او طالبانو اړیکې تر بل هر وخت سره نژدې شوې او دوی لاهم کوښښ کوي ترڅو په دې برخه کې نورې اسانتیاوي هم برابرې کړي

Comments are closed.