The news is by your side.

د طالبانو د سولې طرحه کې څه دي؟

خبریال ویب پاڼه/ وسلوالو طالبانو په خپل نوي دریځ کې د سولې خبرو لپاره شین څراغ ورکړی او زیاته کړې يې ده چې دوی د زور له لارې نه غواړي واک ته ورسیږي او سولې کولو ته ژمن دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلو تازه څرګندونوکې سولې خبرو ته شین څراغ ورکړی او ویلي يې دي که څه دوی په جګړه کې برلاسي دي خو بیا به هم افغان دولت ته د سولې یوه لیکلې طرحه وړاندې کړي.

مجاهد د سولې پر دې طرحه کار روان  وباله او زیاته يې کړه چې په یوه میاشت کې به دا طرحه افغان دولت ته وسپاري او ورسره سم به د سولې خبرې هم بل پړاو ته ولاړې شي.

د طرحې محتویات

تراوسه پوري د طرحې د محتویاتو په هکله څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې کومې خبرې او د راتلوونکې نظام په هکله چې طالبانو کوم نظرونه درلودل نو په افغانستان کې يې د یوه ټولشموله اسلامي حکومت د یوې عالي شورا جوړیدل چې له دیني عالمانو به جوړوي او  همدارنګه د اسلام د شریعت پر پلې کولو ټینګار کړی وو.

طالبانو دا هم ویلي ول چې اسلام په رڼا او شریعت چوکاټ کې به ښځو، رسنیو او اقلیتونو ته هم خپل حقوق ورکوي چې دا خبرې يې بیا څو ځله د یو شمېر اعلامیو له لارې هم تکرار کړې دي.

خو پوښتنه اوس داده چې ایا د افغانستان لپاره راتلوونکی به جمهوریت او که امارت وي؟ تراوسه په دې هکله کوم تازه احوال نشته خو په سیمه ییزه کچه د امارت د راتللو په وړاندې مخالفتونه او خنډونه موجود دي چې وار له مخې روسیې پاکستان او نورو هېوادونو په افغانستان کې د امارت د بیا راتللو مخالفت کړی او نه يې غواړي خو په مقابل کې ښايي د طالبانو دریځ د جمهوریت په هکله هم ښايي مخالف او پیکه وي او اجازه ورنکړي چې جمهوریت دي لاهم واکمن و اوسي، اوس مهمه خبره دا ده چې د طالبانو له لوري د وړاندې شوې طرحې لپاره انتظار و ایستل شي چې طالبان به د خپلې طرحې پر مټ هرڅه را سربیره ااو غوښتنې برملا کړي.

د طالبانو له لوري د ورته یو اقدام یو انتظار کیده چې دا دی هغوی ترسره کړ

Comments are closed.