The news is by your side.

پاکستان  ۱۷ میلیونه ډالر خپلو ملایانو ته د افغانستان د فتوا وو بدل کې ورکوی

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان تش په نامه ملایان چې د ای ایس ای له لوري ګمارل شوي او تل يې په افغانستان کې هرې جګړې ته د جهاد نوم ورکړی پاکستاني دولت ورته سږکال د ډالرو بودجه منظور کړې ده.

پاکستاني دولت اعلان کړی چې دوی د مذهبي مشرانو او ملایانو لپاره د هغوی د مصارفو لپاره ۱۷ میلیونه ډالر اعلان کړي چې دا پیسې به دوی ته ورکړی مالومات وايي چې پاکستان یوازي تر خپله ولکه لاندې پښتونخوال ۲۲ زره ملایانو ته دا پیسې ورکوي.

تراوسه پوري دغه پیسې یوازي د افغانستان د تباهۍ او ناسمو فتواو بدل کې دې ملایانو ته ورکول کیږي او هغوی چې هرځای کښېني نصیحت کوي نو بیا یوه یوه خبره د ای ایس ای په فرمایش هم کوي چې ولاړ شي د افغانستان جهاد ته.

د پاکستان دولت ویلي په دې توګه غوادي چې د ملایانو او مذهبي مشرانو مالي ملاتړ وکړي خو داسې يې ونه ویل چې دا پیسې د دوی د هغه زحمت بدله چې په افغانستان کې ناروا جګړې ته د روا حکم ورکړی.

پاکستاني ملایان په مستقیم او غیري مستقیم ډول سره د افغانستان په جګړه کې ښکېل بلل کیږي ځکه دوی د پآکستاني استخباراتو سره په مستقیم ډول د دې جګړې ملاتړ کوي.

د پاکستاني ملایانو اصلایت

پاکستاني  کې له لویه سره هیڅ دیني عالم شته نه که وي هم هغه ډیر لږ دي د پاکستان ملایان چې ډیری يې په لویو مدرسو کې تدریس هم کوي له خپلو شاګردانو سره جنسي اړیکي پالي او ډیر کله زیات رسوا شوي هم دي.

تاسو په دې وروستیو کې د مفتي عزیزالرحمن په نوم کوم ملا چې په یوه ویډیو کې ښکاري له خپل شاګر سره غیري اخلاقي کړنې ترسره کوي په عمر هم ډیر زوړ دی پولیسو ونیوی او پر خپل جرم يې اعتراف هم وکړ، همدارنګه نور مفتیان چې له ډمو موډلانو او نور سره کله کله راڅرګندیږي ولیدل چې همدا يې اصلیت دی دوی ته دین اسلام او جهاد هی ارزښت نلري د پیسو بدل کې هر کار چې شونی يې کوي او هرڅه باندې چې يې لاس برابر شي کوي نو ځکه اوس د پاکستان دیني عالم ته هیڅوک ارزښت نه ورکوي

Comments are closed.