The news is by your side.

امریکا د افغان پوځ لپاره په مهم وخت کې اقدام محب اعلان کړ

خبریال ویب پاڼه/ امریکا څه موده مخکې اعلان وکړچې له افغان پوځ سره به ۴۰ بیلابیلې الوتکې مرسته وکړي چې پکښي چورلکې او جیټ الوتکې شاملي وې.

له دې سره ترخوا اوس د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې راتلوونکې اونۍ به امریکا اوه بلک هاک چورلکې افغان هوايي ځواک ته و سپاري.

محب نن یوې خبرې غونډې ته  په خبرو کې وویل چې د طالبانو له لوري یوه نا اعلان شوې جګړه پیل شوې چې دوام لري او زیاته يې کړه چې دغه ډله په ډیپلماسۍ باور نلري.

نوموړي زیاته کړه دا چې طالبان باور چې خلک به ورته تسلیم شي دا تیروتنه ده ځکه افغانان  خپلو خلکو ساتلو ته چمتو دي او طالبانو ته اجازه نه ورکوي.

ده یوه بله مهمه خبره هم وکړه چې  هغه افغانستان کې ترهه ګرې ډلې وې خو ویې ویل چې ګاونډي او د سیمې هېوادونه ترې اندېښنه لري ولې دا ډلې يې په ګوته نه کړې

روان امنیتي وضعیت

روان امنیتي وضعیت ډیر د اندېښنې وړ دی او نژدې هره ورځ په یوه شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو د سقوط لړۍ دوام لري چې خلک یې پر دولت او خپل راتلوونکې باندې بې باوره کړي دي.

د طالبانو له لوري دا مهال د کندهار په ګډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې جګړې روانې دي چې پرمهال يې د ملکیانو په ګډون دواړه لورو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتې خو تراوسه .پوري دولت نه دی توانیدلی چې حالت عادي کړي.

دولت ویلي تراوسه پوري يې ۱۴ ولسوالۍ بیرته له طالبانو نیولې او ویلي يې دی چې ښايي نوري ولسوالۍهم له سقوط څخه خلاصي کړي خو روان امنیتي وضعیت ته په کتلو سره هیڅ هم ښه لوري ته نه دي روان.

په جګړه کې د افغان هوايي ځواک پوره ونډه اخیستل د افغان ځواکونو د برلاسۍ په معنی ځکه نو کوښښ شوی چې دا ځواک تجهیز او په دې برخه کې ورته پاملرنه وشي ددې اوه بلک هاک الوتکو له لارې د افغان پوځ ډيری ستونزې حل کیږي او کولای شي چې په ځمکنیو بریدونو د پیاده قواو ښه ملاتړ وکړي تراوسه پوري د دې الوتکو د ورکړي په هکله نور څه نه  دي ویل شوي

Comments are closed.