د ولسمشر غني عجيب بدلون

خبريال وېبپاڼه: د هېواد ولسمشر اشرف غني نن پخپلو تازه څرګندونو کې يو ځل بيا طالبان مخاطب کړل او ويې ويل چې د روانو وژنو مسول طالبان دي.

ولسمشر غني په هېواد کې د جګړې او تاوتريخوالي د کچې د‌لوړېدو سبب او مسول طالبان وبلل او ويې ویل چې د روان حالت د پايلو د ويجاړۍ د وینې تويونې مسول طالبان دي.

ولسمشر چې د خپلو واليانو سره یې په انلاين بڼه خبرې کولې وويل چې که چېرې طالبان فکر کوي چې دوی به ورته تسليم شي نو دا ارمان به يې هېڅکله هم پوره نشي.

د ولسمشر غني په خبرو کې دا دریم ټکی يو څه حيرانونکی و، ځکه تر څه مودې وړاندې پخپله د حکومت پالیسي د طالبانو په وړاندې دا وه چې طالبان بايد وسلې حکومت ته وسپاري او راسي په افغان ټولنه کې مدغم شي، يانې که ښکاره یې ووايو دا يو ډول با نزاکته تسليمي وه چې حکومت له طالبانو غوښته.

مګر نن پخپله د حکومت لومړی کس طالبانو ته وايي چې نه موږ نه تسليمېږو، په ادبیاتو کې دومره لوړه کچه بدلون به د څه ښکارندويي کوي د حکومت د ضعف او که د ولسمشر غني د بې کنترول او نا سنجيده خبرو او که پکې ښاغلي ولسمشر کوم بل مطلب درلود.

تېره ورځ د هېواد د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم داسې يو اعتراف وکړ چې د افغان پوځ او په تبليغاتي ډګر کې د افغان حکومت په خلاف و، محب د يوې روسۍ رسنۍ سره په مرکه کې وويل چې افغان پوځ د افغانستان په شمال کې د طالبانو د برید تمه نه درلوده او کله چې طالبانو د هېواد په شمال کې بریدونه پيل کړل نو افغان پوځيان حيران شول.

د چارو کارپوهان وايي چې حساس وخت دی او د هر افغان لوړ پوړي چارواکي خبرې او څرګندونې بايد په وروستۍ درجه مسوولانه وي ځکه دا خبرې په مستقيم ډول د افغانستان د پوځ په روحیه باندې اغېز لري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More