The news is by your side.

هغه بريا چې د طالبانو څخه به بايلونکي جوړ‌کړي

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان جګړه بيا يو سرنوشت ټاکونکې مرحلې ته رسېدلې ده، يو ځل بيا افغانستان چانس لري چې د اوسني حالت څخه ځان وباسي، مګر دا هرڅه په لومړۍ درجه د افغان مشرانو هغه که طالب لوری که حکومتي وطن دوستی، تعقل، تدبر پورې اړه لري.

اوس چې بهرنيان د افغانستان څخه وزي نو ترټولو ډېر د بريا خبره طالبان کوي، کېدی شي دا خبره یې پخپل ځای کې يو څه حقیقت هم ولري، تر ننه چې څه وشول یو طرف ته، مګر اصلي خبره اوس د اخري خاتمې ده چې اوس به څه کېږي له دې وروسته به څه کېږي دا په دې پورې اړه لري چې اوس دوره کې به افغان مشران څه کوي.

که طالبان د نظامي بريا لارې ته دوام ورکړي او وروسته د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو بيا هم د افغان حکومت له پوځيانو سره جګړې ته دوام ورکړي او په زور د کابل د نيولو هڅه وکړي نو که په دې موخه کې ان کامياب هم شي او طالبان یې وګټي مګر افغانستان به یې حتماً وبايلي.

په زور د کابل نيولو بیه به دا شي چې ټول افغانستان به يې وبايلي، افغانستان به یو ځل بیا داسې يو حالت ته ولاړ شي چې هغه خلک کوم چې نن د طالب پلويتوب کوي طالبانو ته به لاړې ورتف کړي.

او همدارنګه افغان حکومت ته ستر مسؤلیت ور دې غاړې دی چې په دې وخت کې د ملېشو د جوړلو څخه ډډه وکړي ددې په ځای په پوځ پانګونه وکړي او ترټولو مهمه دا چې د طا لبانو سره د خبرو د بريا لپاره د پوره صداقت، فداکارۍ او تواضع څخه کار واخلي او یوه حل لاره پيدا کړي چې د سولې خبرې بريالۍ شي.

تاریخ او راتلونکی افغان نسل به د دواړو لوريو په هکله ستره فيصله وکړي، افغان حکومت باید دومره تدبر ولري چې دا مسله حل کړي همدارنګه طالبان هم بايد د افغانستان د عالي ګټو لپاره خپل مسولیت ادا کړي او د افغان حکومت سره په هره هغه لاره توافق وکړي چې په افغانستان کې د سولې سبب کېږي.

Comments are closed.