The news is by your side.

شر پسند هېواد ته د طالب مشر سفر

خبريال وېبپاڼه: د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردک خبر ورکړی دی چې ددې ډلې يو استازی عباس ستانکزی د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ايران پلازمېنې تهران ته تللی دی.

ويل کېږی چې دغه طالب چارواکی د ايراني چارواکو په بلنه باندې تهران ته تللی دی، په دې هکله نه د طالبانو او نه هم د ايرانی حکومت له لوري کوم مالومات ورکړل شوي دي چې ددې سفر اصلي موخه څه ده.

په دې وروستيو کې د ايراني او طالب چارواکو ترمنځ اړيکې تودې شوې دي، په تېر يو کال کې د پاکستان څخه وروسته طالبانو ايران ته زيات سفرونه ترسره کړي دي، که څه هم د ايران حکومت وايي چې د طالبانو سره یې اړیکې صرف په سياسي کچه دي او له دې یې موخه دداعش مخنیوی دی خو د چارو کارپوهان وايي چې د ايران او طالبانو اړیکې په يوبل فاز کې دي.

تېره ورځ د افغانستان د هرات په ولايت کې د سلما په بند حمله وشوه چې ګڼ شمېر ساتونکو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ، حکومتي چارواکو وویل چې دغه حمله طالبانو ترسره کړې او پلان یې درلود چې د سلما بند تخريب کړي.

ددې ترڅنګ وخت نا وخته د افغانستان په غرب کې په نورو بندونو هم حملې شوې دي چې حکومت یې مسؤل طالبان بولي.

د بل لوري بيا طالبان ووايی چې حکومت د بندونو له مسلې څخه هم په تبلیغاتي ډول استفاده کوي، دوی وايي کله چې په يوه ولسوالۍ کې کوم بند موجود وي نو که طالبان چېرته ددې ولسوالۍ په هره سيمه کې حمله وکړي حکومت یې په بند باندې د برید په بڼه رسنیو ته سرویس کوي.

ځینې پوهان وايي چې د طالبانو او ایران سخته دښمني په دومره اسانۍ په داسې ګرمه دوستۍ بدلېدل نورمال ندي او ښکاري داسې چې طالبانو تهران ته پټې وعدې ورکړې دی.

Comments are closed.