دا ځل سپینې ماڼۍ له سپټمبره وروسته د خپل حضور مهمه پریکړه

خبریال ویب پاڼه/ په افغانستان کې د امریکا د شل کلن ماموریت ترټولو بد وضعیت همدا اوس پیښ دی په اوس وخت امریکا له افغانستان څخه وزي خو په هکله یې زیات غبرګونونه هم موجود دي.

د امریکا د بیرته تګ په هکله اندېښنې په کور دننه امریکا او نورو هېوادونو کې زیاتي دي خلک په دې نظر دي که چیري امریکا په غیري مسؤلانه توګه له افغانستانه ووزي نو لیري نه ده چې دا هېواد به یوځل بیا د ترهه ګرو په ځاله بدل شي، خو امریکا یوه پریکړه کړې چې پاتیږي به.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي په خبرو تازه څرګندونو کې ویلی چې له افغان دولته به د دوی ملاتړ دوام ولري او د دوی د سرتیرو وتل په دې معنی نه ده چې افغانستان به هیروي او ورته به شا اړوي.

جن ساکي د خپلو خبرو په دوام ویلي د سرتیرو وتلو وروسته هم دوی خپل حضور ته ادامه ورکوي  ځکه دوی له افغان دولت سره مرستو او همکاریو ته ژمن دي.

تر دې وړاندې هم امریکا ویلي چې دوی افغانستان یوازي نه پرږدي  حتی داسې فکرونه هم موجود دي چې ښايي امریکایان بیرته را وګرځي.

د بایډن د پریکړې پر اساس به تر راتلوونکي سپټمبر میاشت پوري ټول بهرني او امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووزي او په دې هېواد کې به شل کلن جګړه ییز ماموریت پای ته ورسوي.

خو په دې وروستیو کې له سپټمبر میاشتي وروسته بیاهم د یو شمېر هېوادونو لکه انګلستان ترکیې امریکا او نورو هېوادونو د سرتیرو د پاتي کیدلو راپورونه ورکول شول د بریتانیا د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د ځانګړو ځواکونو یوه ډله یې افغانستان کې پاتیږي او په دې هېواد کې به د ترهه ګرو د څارلو دنده پر غاړه ولري همدارنګه  د ترکیې هېواد سرتیري به د کابل هوايي ډګر د امنیت مسؤلیت پرغاړه واخلي او امریکايي ځواکونه به د خپل سفارت د ساتلو لپاره پاتي شي.

خو د دې ټولو سرتیرو د پاتي کیدلو په هکله وسلوالو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې نور په هېواد کې د بهرنیو هېوادونو د پوځیانو شتون نه غواړي او که چیري دا کار ترسره شي نودوی به یې په وړاندې و دریږي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro