The news is by your side.

امریکا په تښته کې افغان ځواکونه ننګولي

خبریال دا امریکا باور دی هغوی وايي موږ وزو خو د امنیت چارې به ټول افغان ځواکونه خوندي کوي امریکا ادعا کړې چې افغان ځواکونه یې روزلي او ظرفیت يې ورته لوړ کړی ځکه نو اوس باید مسؤلیت واخلي او د هېواد ننګه وکړي.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي اوس يې  وخت دی  چې افغان ځواکونه د خپل هېواد ننګه وکړي او ساتنه يې وکړي.

د ده په وینا ډیر زیات وشو چې د وی د افغان ځواکونو د وړتیا لوړولو او همدارنګه د واک لیږد مو ورته وکړ، خو اوس د دې ځواکونو دنده ده چې د خپلې خاورې دفاع وکړي.

د کربي په وینا په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه وزي د دوی همکاري به له افغان حکومت او ځواکونو څخه دوام ولري امریکا په بار بار ویلي چې دوی له افغان دولت سره همکاریو ته ژمن دي او ملاتړ به يې کوي.

په ورته وخت نن سپینې ماڼۍ ویلي چې دوی خپل حضور په افغانستان کې نه ختموي او له سپټمبر میاشتي وروسته به هم د دوی سلګونه سرتیري په افغانستان کې د دوی د سفارت د ساتنې لپاره پاتي وي.

دا ځل سپینې ماڼۍ له سپټمبره وروسته د خپل حضور مهمه پریکړه

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي په خبرو تازه څرګندونو کې ویلی چې له افغان دولته به د دوی ملاتړ دوام ولري او د دوی د سرتیرو وتل په دې معنی نه ده چې افغانستان به هیروي او ورته به شا اړوي.

جن ساکي د خپلو خبرو په دوام ویلي د سرتیرو وتلو وروسته هم دوی خپل حضور ته ادامه ورکوي  ځکه دوی له افغان دولت سره مرستو او همکاریو ته ژمن دي.

تر دې وړاندې هم امریکا ویلي چې دوی افغانستان یوازي نه پرږدي  حتی داسې فکرونه هم موجود دي چې ښايي امریکایان بیرته را وګرځي.

په افغانستان کې امینتي وضعیت

د هېواد په یو زیات شمېر ولایتونو کې جګړې او همدارنګه هره ورځ د ولسوالیو د سقوط خبرونه اوس یوه عادي مسله ګرځیدلې نن دافغانستان بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ته د طالبانو جنګیالي ننوتلي او پر ټولنیزو رسنیو باندې ښکاري چې د دي ولایت له زندان څخه زندانیان روان او په ښار کې يې طالب جنګیالي پر موټر سیکلونو باندې ګرځي

Comments are closed.