The news is by your side.

صالح:  سورصلیب دي قلعه نو کې د طالبانو مړي ټول او خرابیدلو څخه وژغوري

خبریال ویب پاڼه/ نن د ورځې  په اوږدو کې د افغانستان د باغیس ولایت مرکز قلعه نو ته وسلوال طالبان ننوتل او ښايي لاهم د ښار په یو شمېر سیمو کې جګړې روانې وي.

پرهمدې حال د ولسمشر مرستیال امرالله صالح په یوه تازه غبرګون کې له سره صلیب او نور اړوندو موسساتو څخه غوښتي چې له قلعه نو څخه د طالبانو مړي ټول کړي.

صالح وویل:

د سرې میاشتي له نړیوال سازمان او نورو مرستندویه ټولنو څخه احترامانه هیله کوو، چې د لسګونو متجاوزینو جسدونو دي  د کویټې شورا په همغږي باندې خپلو کورنیو ته ورسوي، ځکه هوا ګرمه ده اوموږ د مړو د جسدونو د بې حرمتۍ طرفداره نه یو.

درې ساعته وړاندې ښاغلي صالح لیکلي ول چې د باغیس ولایتي چارواکو سره تماس کې دی او له احواله ځان خبروي خو په خبره يې چې هرڅوک دي د دښمن ویاند له ځانه نه جوړوي.

د امرالله صالح ډیر ټینګار پر رسنیو دی تر څو په ولایتونو کې د دولت د ناکامیو او کمزوري مدیریت خبرونه خپاره نه کړي او هرڅه مثبت وښيي چې کله کله ان یو شمېر راپورونو ته جدي غبرګون هم ښيي وړاندې د بادغیس ولایت والي حسام الدین شمس د خپلو خبرو پر مهال ویلي وو، د ټولو ولسواليو له سقوط وروسته نن وسلوالو طالبانو د دې ولایت پر مرکز قلعه نو باندې بریدونه کړي او دې ښار ته ننوتلي دي.

پر ټولنیزو رسنیو د خپرو شویو ویډدیو ګانو څخه ښکاري چې د دې ولایت له زندان څخه زندانیان په بې غمه زړه روان دي او مات شوی، په بله ویډیو کې پر عمومي سړک د ښار پر جاده لسګونه طالب جنګیالي  ښکاري چې  د باغیس ښار ته ننوتلي او خلک يې د لیدلو لپاره پر سړکونو باندې ولاړ دي.

تراوسه پوري د دې احوال نشته چې قلعه نو په کوم حالت کې کرار لري خو  دې ښار ته ښايي مرستندوی پوځیان رسیدلي وي له ولسوالیو وروسته چې زیات شمېر يې د وسلوالو طالبانو لاس ته ولوېدې دا لومړی ځل دی چې دا ډله د یو ولایت پر مرکز برید کوي خو دا چې څوک به بریالي شي تراوسه پوري اخ ډب روان دی

Comments are closed.