The news is by your side.

د دولت لاس کې د زابل وروستۍ ولسوالۍ هم سقوط وکړ

خبریال ویب پاڼه/ د زابل ولایت له ۱۱ ولسوالیو څخه لس وړاندې سقوط او د دولت له واکه وتلې وې او نن یې وروستۍ ولسوالۍ شهري صفا هم سقوط وکړ او په دې سره یوازي مرکز کلات اوس د دولت په لاس کې دی.

شهري صفا ولسوالۍ پر داسې مهال سقوط کړی چې په دې ولسوالۍ تجهیزات او مهمات او نور وسایل هم وسلوالو طالبانو ته پرېښودل شوي او افغان ځواکونه له دې سیمې وتلي دي.

اوس د دې ولایت د مرکز کلات په هکله اندېښنې زیاتې شوې او ویره شته چې پر دې ښار به بریدونه زیات شي او له سقوط سره مخ دی.

د زابل والي حمیدالله توخي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې دوی د کلات ښار د امنیت لپاره پراخه ساحه تر خپل کنټرول لاندې را وستلې او لوی بیسونه یې ایجاد کړي او ډاډ يې ورکړ چې د کلات ښار به امنیت وي او هر رنګه ګواښ ته به پر وخت ځواب ورکول کیږي.

هغه وویل چې افغان امنیتي ځواکونه اوس په ښه مورال کې دي او کولای شي چې د ولایت او خلکو ساتنه وکړي خو د زابل د ولسوالیو د مسلسل سقوط له کبله اندېښنې زیاتي او داسې بریښي چې کلات لپاره هم ګواښونه زیاتیږي.

طالبانو په دې وروستیو کې په زیات شمېر ولایتونو کې بریدونه زیات کړي او تیره ورځ یې  د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو برید وکړ چې ورسره هممهاله د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شول او په دې ښار کې له دوه ساعته تیرولو وروسته طالبان له دې ښاره بیرته پر شا شول.

خو دافغانستان امنیتي ادارو ویلي چې په قلعه نو ښار کې وسلوالو طالبانو ته لویه مرګ ژوبله اوښتې او بیابه هیڅ کله زړه ښه نکړي چې پر قلعه نو برید وکړي.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل تازه دریځ کې تیره ورځ وویل چې د سره صلیب نړیواله کمېټه دي د کویټې شورا سره په همعږۍ د طالبانو مړي د قلعه نوښار څخه د باندې وباسي او کورنیو ته دي ورسوي ځکه زموږ نه خوښیږي چې  مړو د جسدونو بې احترامي وشي.

خو نن هم ښآيي د زابل په ګډون د نورو ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ سقوط  شوې وي

Comments are closed.