The news is by your side.

د ايران او طالبانو ترمنځ د خبرو پټه موضوع افشا شوه

خبريال وېبپاڼه: د طالبانو يوه لوړ پوړی هيئت د تهران په دوره دی، ايراني چارواکو ويلي دي چې دوی به افغان طالبان د ځینو افغان چارواکو سره مخامخ کړي ترڅو مخامخ خبرې سره وکړي.

خو د بين الافغاني خبرو هخوا په دې ليدنه کې ایراني او طالب چارواکي مخامخ ليدنې هم لري، په دې ليدنو کې ځینې مهم بحثونه شوي دي چې بعضی برخې يې رسنيو ته په لاس ورغلې دي.

يو له دغو خورا مهمو، حساسو او خطرناکو مسلو څخه سرحدي مسله ده، دا خبره ځينې طالب چارواکو هم تاييد کړې ده چې دوی د ایراني لوري سره په سرحدي مسايلو هم خبرې کوي.

تراوسه پورې په دې هکله دقیق مالومات ندي ترلاسه شوي چې طالبان به د ايراني چارواکو سره په کوم ډول سرحدي مسايلو خبرې کوي، د افغانستان او ايران ترمنځ سرحدي مسايل تقريباً ختم دي او داسې جدي بحث ته اړتیا نلري مګر دا چې اوس طالبانو پخپل سر د ايراني چارواکو سره دا ډول بحثونه پيل کړي دي افغان ملت يې اندېښمن کړی دی.

د سياسي چارو ځينې کارپوهان اندیښنه څرګندوي چې تهران په دې وروستيو کې طالبانو ته خپله غېږه بې ځايه نده خلاصه کړې او د پردې تر شا ځينې مسایل دي چې د افغان ملت څخه پټ ساتل شوي دي.

پوهان وايي چې طالبانو ته د تهران تود هرکلی، په ايرانی رسنیو کې ددې ډلې لپاره د مثبت ذهنیت د پیدا کولو لپاره تبليغات هرڅه په ډاګه کوي چې تهران ته طالبانو خامخا ځينې وعدې ورکړې دي او تهران ځينې تمې او هيلې لري چې فکر کوي طالبان به دا غوښتنې پوره کړی شي.

د طالبانو څخه وېره موجوده ده چې هسې نه د ایران په خوله باندې د افغانستان په غربي ولایتونو کې د برېښنا بندونو ته زيان واړوي او يا هم د اوبو او نورو ملي مسايلو په هکله ايرانی چارواکو ته ناوړه وعدې ورکړي.

Comments are closed.