د راتلو نه/ د ورتلو مخه نیسي پاکستان پر ډيورنډ تدابیر زياتوي

خبريال ويب پاڼه/ د ډيورنډ فرضي کرښې څخه د چا د اوښتو په هکله پاکستان اقدام کوي خو دا يې نه دي ویلي چې دوی له هغې خوا د راتللو مخه ونيسي.

پاکستان اوس په يوه لوی ډار کې دی او له دې امله عواړي قيودات وضعه کړي او حالت د خپل ځان په ګټه تمام کړي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ویلي پر ډيورنډ فرضي کرښه باندې تدابیر زياتوي او چاته به اجازه ورنه کړي چې د کرښې له دې غاړې هلته ورشي.

د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر شيخ رشيد د خپلو تازه څرګندونو په لړ کې ويلي د هیواد پاليسۍ ته په کتلو سره افغانانو پر ډيورنډ د اوښتو اجازه نه ورکوي.

رشيد زیاته کړه چې امنيتي تدابير زياتيږي او هیچا ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

له ډيورنډ کرښې د را اوښتولو اجازه

د ډيورنډ کرښې دواړو لورو ته افغانان ميشت دي چې يو له بل سره خپلوۍ اړيکې او ګډ کلتور لري خو پاکستان د ډيورنډ پر کرښه تر دې وړاندې د اغزن تار تيرولو پروژه ترسره کړه چې اوسمهال پر بشپړيدلو ده او د دواړو خواوو خلکو ته يې زياتي ستونزې پيښې کړې.

خو پاکستان بيا يو طرفه کار کوي دا هېواد افغانستان ته د ترهه ګرو وسلوالو ډلو او طالبانو په راتګ کې هيڅ اقدام نه کوي خو له افغانستان په ورتګ به دوی بنديز لګوي.

له پاکستان څخه بايد دا وپوښتل چې د طالبانو تک راتګ هم بند دی؟ او که هغوی مثتسنا دي.

که پاکستان دا چاره تر سره هم کړي نو ليري نه ده چې افغان جګړه به هم داسې دوام کوي او طالبان به بیا هم کولای شې چې د پاکستان تر ولکې لاندې ښارونو ته ولاړ شي او راشي، ځکه نو ښکاره خبره ده چې د پاکستان دولت دا اقدام يوازي د ډيورنډ کرښې دواړو خوا وته د ميشتو قومونو پر ضد يو اقدام دی او دوی به يې د تاوان رسونې په خاطر حتمن ترسره کوي.

تراوسه پاکستان د پښتنو پر ضد له هراز ناوړه کړنو استفاده کړې او غواړي چې د دوی تر ولکه لاندې افغان پښتني سيمو د دې قوم حالت نور هم خراب کړي

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro