The news is by your side.

د صالح د ګواښونو لړۍ: د جاسوس طالب پاکستاني سره نور زغم نه کيږي

خبريال ويب پاڼه/ امرالله صالح د افغانستان د روانې جګړې په هکله نژدې هره ورځ يو څه ليکي او نن يې بيا طالب ننګولی.

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح نن بيا د طالبانو په هکله څه ویلي او طالبانو ته يې جدي خبرداری ورکړی.

ښاغلي صالح له طالبانو سره د نه زغم خبره کړې او زياته کړې يې ده هر هغه څه چې واک کې لرو په جنګي صحنه کې ولاړ سرباز ته يې په واک کې ورکوو.

د ده په وينا شيبې حساسې او ثانيې ډير لوی مفهوم لري

ښاغلي صالح طالبانو ته وويل: نور د پاکستاني جاسوس طالب په وړاندې زغم څخه کار نه اخستل کيږي.

په افغانستان کې د جګړې لومړۍ کرښې د ولايتونو تر دروازو رسيدلې او ګواښونه ورځ تر بلې زياتيږي، خو صالح يوازي پر ګواښونو اکتفا کړي او هرڅه ته د راز په سترګو ګوري.

صالح چې د دولت لومړی کس بلل کیږي د دې سره چې طالبانو ته ګواښونه کوي

امرالله صالح تيره ورځ هم يوه پوسټ کې د بادغيس ولايت د جګړې په هکله له سره صليبه مرسته غوښتې وه چې د طالبانو جسدونه دي له خرابي وژغوري او خپلو کورنيو ته دي ورسوي

صالح وويل

د سرې میاشتي له نړیوال سازمان او نورو مرستندویه ټولنو څخه احترامانه هیله کوو، چې د لسګونو متجاوزینو جسدونو دي  د کویټې شورا په همغږي باندې خپلو کورنیو ته ورسوي، ځکه هوا ګرمه ده اوموږ د مړو د جسدونو د بې حرمتۍ طرفداره نه یو.

درې ساعته وړاندې ښاغلي صالح لیکلي ول چې د باغیس ولایتي چارواکو سره تماس کې دی او له احواله ځان خبروي خو په خبره يې چې هرڅوک دي د دښمن ویاند له ځانه نه جوړوي.

د امرالله صالح ډیر ټینګار پر رسنیو دی تر څو په ولایتونو کې د دولت د ناکامیو او کمزوري مدیریت خبرونه خپاره نه کړي او هرڅه مثبت وښيي چې کله کله ان یو شمېر راپورونو ته جدي غبرګون هم ښيي او چې نور يې وسه و نه شي نو هغه راپورته چې د دوی د ناکامیو وي پر رسنيو د فشار لپاره هغه ته استخباراتي راز وايي او په جديت يې غوښتنه کړې چې څوک بايد د دښمن يعني طالب وياندويان جوړ نه شي

 

Comments are closed.