ولسمشر غني ته د احمدشاه مسعود د زوی جالب وړانديز
خبريال وېبپاڼه: د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود د يوې بهرنۍ رسنۍ سره پخپله مرکه کې ويلي دي چې په افغانستان کې د جوړجاړي لپاره پکار ده چې ولسمشر غني استعفا وکړي.
احمد مسعود چې په دې وروستيو کې د بهرنيو استخباراتو توجو زياته شوې ده ويلي دي چې دوی تيار دي د طالبانو په وړاندې مبارزه وکړي خو د هېواد د لويو ګټو د خونديتوب لپاره به ښه کار دا وي چې ولسمشر غني پخپله استعفا وکړي.
مسعود وايي چې امريکا يوه ستره اشتباه وکړه او د طالبانو سره يې په داسې حال کې یوه توافقنامه لاسليک کړه چې هغوی د افغان حکومت سره هېڅ ډول توافق ته نه و رسېدلي، مسعود ددې پلوی دی چې مخکې له دې چې امريکايان د طالبانو سره توافق وکړي بايد لومړی افغانانو پخپل منځ کې يو توافق کړی وی.
د مسعود له نظره مخکې د بين الافغاني خبرو د بريا څخه د امریکا له لوري د طالبانو سره توافقنامه لاسليک کول ددې سبب شول چې شرایط د طالبانو په ګټه بدلون وکړي.
په اوسني حالت کې چې احمد مسعود د ولسمشر غني استعفا د حل لار بولي ډېری پوهان ورسره مخالف فکر کوي، د سياسي چارو کارپوهان وايي چې پکار ده طالبان په اوس وخت کې د يوه موجود حکومت يانې د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت سره توافق وکړي.
دا پوهان استدلال کوي چې په داسې يو حالت کې چې ولسمشر غني استعفا کړې وي او د حکومت په نامه يو څه شتون نلري چې د طالبانو سره د ښه موقف څخه خبرې وکړي نو د ډلو او ټپلو سره به طالبانو خبرې هېڅ ګټوره پايله ورنکړي او افغانستان به د یو لوی ناورين سره مخ کړي.
ماهرين دا ترټولو مناسبه لاره بولي چې طالبان د موجود حکومت سره يو توافق وکړي او وروسته بيا د همدې توافق په ترڅ کې د نوي حکومت يا ټاکنو تکل وشي مګر اوربند او سياسي توافقنامه باید د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ لاسليک شي.
Comments are closed.