طالبانو په فوري ډول مهم هېواد ته سفر وکړ

خبريال وېبپاڼه: د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ خبر ورکړي دی چې ددې ډلې يوه هيئت مسکو ته په سفر روان شوی دی.

د وردک په خبره چې دا طالبانو دا هيئت د روسیې د هېواد په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللی دی، تر دې وړاندې د طالبانو هيئت په تهران کې و او هلته یې د ځينو افغان او ايراني چارواکو سره لیده کاته درلودل.

تراوسه پورې د مسکو د ناستې د اجنډا په هکله دقیق مالومات نه دی ورکړل شوي، مګر په افغانستان کې د وروستيو بدلونونو او حالاتو په هکله د روسیې حکومت تېره ورځ خپله اندیښنه څرګنده کړې وه، روسيه د افغانستان د روان وضعیت څخه اندیښنه لري ځکه چې د افغانستان په شمال کې حالات ورځ تربلې کړکېچن کېږي او په شمالي ولايتونو کې چې دروسيې تر حمايت لاندې هېوادونو سره پوله لري حالات د طالبانو په ګټه روان دي.

طالبان همدا اوس د افغانستان او تاجکستان پوله کنترول کوي، په روان تاوتریخوالي کې د یو نیم زرو څخه زيات افغان پوځيان د طالبانو د وېرې څخه تاجکستان ته تښتېدلي دي.

د تاجکستان حکومت اعلان کړی و چې دوی به د افغانستان پولې ته نېږدې شل زره نور پوځيان واستوي، ددې ترڅنګ د روسيې حکومت هم ويلي و چې دوی د تاجکستان سره نوره همکارۍ ته تیار دي، روسیه په تاجکستان کې يوه لويه پوځي اډه هم لري.

پوهان وايي چې دروسيې حکومت به د افغانستان په شمال کې د روان حالت په هکله د طالبانو سره جدي خبرې وکړي،ځکه چې په دې سيمه کې د روان تاوتریخوالي زياتوالی روسيه د خپل امنيت لپاره ستر ګواښ بولي.

تر دې سفر وړاندې ايران کې هم طالبانو د ايرانی چارواکو سره په ګډو مسايلو چې پکې سرحدی مسايل هم شامل و خبرې کړې وې، ويل کېږي چې طالبان او روسي چارواکي به د افغانستان د شمال ګاونډيواو سرحدونو په هکله د طالبانو سره خبرې وکړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro