The news is by your side.

خبريالانو ته د طالبانو حيرانونکی پیغام

خبريال وېبپاڼه: څو ورځې وړاندې د هېواد امنیتي، عدلي او ديني چارواکو د خبريالانو او رسنيو د فعاليت په هکله بېلابېلې څرګندونې وکړې او د رسنيو څخ يې وغوښتل چې ددوی دا څرګندونې ومني.

د عدليې وزير له رسنیو وغوښتل چې د افغان پوځیانو لپاره د وژلو يا له منځه وړلو په ځای د شهيد کلمه وکاروي، د بل لوري بيا امنيتي چارواکو او د ملي امنیت بنسټ د رسنیو د څار خبره وکړه او ويې ويل چې دوی رسنۍ څاري او هغه رسنۍ چې د دښمن په ګټه د دروغو اوازې او خبرونه خپروي د قانوني چلند سره مخ کیږي.

په هېواد کې که څه هم په ټوله کې د عدلیې د وزیر د څرګندونو يانې د افغان پوځ د وژل شويو سرتېرو لپاره د شهيد کلمه کارول مثبت وانګېرل شول خو د ځينې رسنيو د استازو لخوا دا اندیښنه څرګنده شوه چې ددوی خبريالان په ولايتونو، ولسواليو او کليو کې فعالیت کوي د هغو ځايونو څخه راپورونه چمتو کوي نو که چېرې دوی دا ډول کلمه وکاروي نو په هغه سيمو کې د طالبانو له ګواښ سره مخ شي.

ځينې کسان د همدې وېرې په دوام وايي چې که چېرې دوی افغان پوځيانو ته د شهيد د کلمې کارول پيل کړي دا ځل هسې نه چې طالبان هم د رسنيو څخه وغواړي چې ددوی وژل شویو کسانو ته د شهيدانو کلمه وکاروي.

مګر تازه اوس بيا طالبانو په یوه وينا کې ويلي دي چې افغان حکومت د قانون تر نامه لاندې د بيان د ازادۍ مخنیوی کوي، طالبانو ويلي دي چې افغان زړور خبریالان باید پېښې هغه ډول وړاندې کړي څه ډول چې دي او د حکومت له ګواښونو ونه وېرېږي بلکې خپلې مقدسې دندې ته په پوره ايماندارۍ دوام ورکړي.

په حیرانونکي ډول شل کاله وروسته چې افغان حکومت د بیان ازادي خپله ترټولو لويه لاسته راوړنه بلله نن یې د حکومت څخه طالبان د ملاتړ‌ خبره کوي.

کېدی شي دا قضيه تر شا بېلابېل سببونه او عوامل ولري، خو څه چې عام ذهنیت او نړيواله ټولنه ويني نو هغه دا ده چې حکومت په رسنیو فشار وروړي.

د افغانستان د چارو څارونکي شننونکي وايي چې د دروغو خبرونو او اوازو خپرونکو رسنيو سره د حکومت له لوري قانوني چلند معقول کار دی خو پرته له دې نور چې څه په هېواد کې په واقعي ډول پېښ شوی وي د هغه بيانول د رسنیو د ازادۍ ترټولو لوړ اصل دی.

Comments are closed.

koi finance