صالح: طالبانو سره د خواخوږي په تور یوه وکیل ته د جهنم لیږلو ګواښ وکړ

خبریال ویب پاڼه/ د افغان ولسمشر محمد اشرف د بادغیس یوه وکیل ته په ټلیفوني مکالمه کې وايي ستاسو په هکله راپورونه را رسیدلي چې تاسې امنیتي ځواکونه تشویق کوي ترڅو طالبانو ته تسلیم شي.

د دوی ټلیفون مکالمه:

صالح نایب زاده صاحب تاسو خپله؟ نایب زاده بلې معاون صاحب امر کوئ

صالح چیري یاست؟ نایب زاده کابل کې یم

صالح نایب زاده ته:

موږ پر ليسې داسې راپورونه چې هیڅ شک هم نلرو تر لاسه کړي چې تاسې قواوي تشویق کوئ چې طالبانو ته تسلیم شي، که دي همدا اوس دا کار ونه دراوه او خاصه لارښوونه دي ونکړه چې بد مې کړي په یاد ولره چې جنهم  ته دي لیږم

نایب زاده معاون صاحب ګوره

صالح: زه له تاسو خبرې نلرم خاینه ته پوهیږې هېواد په کوم حالت کې دی او تا میلیونونه پیسې اخیستې او هلته طالب ته وايې چې زه ولایت درته تسلیم کوم ته داسې فکر کوې چې زموږ لاسونه شاته تړلي دي او موږ به جنایتکار او جاسوس پریږدو چې د هېواد په سر نوشت سودا وکړي، یو ساعت وخت لرې ترڅو له خپل شوم کار څخه په شا او پښېمانه شې.

صالح تیره ورځ طالبانو ته

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح نن بيا د طالبانو په هکله څه ویلي او طالبانو ته يې جدي خبرداری ورکړی.

ښاغلي صالح له طالبانو سره د نه زغم خبره کړې او زياته کړې يې ده هر هغه څه چې واک کې لرو په جنګي صحنه کې ولاړ سرباز ته يې په واک کې ورکوو.

د ده په وينا شيبې حساسې او ثانيې ډير لوی مفهوم لري

ښاغلي صالح طالبانو ته وويل: نور د پاکستاني جاسوس طالب په وړاندې زغم څخه کار نه اخستل کيږي.

په افغانستان کې د جګړې لومړۍ کرښې د ولايتونو تر دروازو رسيدلې او ګواښونه ورځ تر بلې زياتيږي، خو صالح يوازي پر ګواښونو اکتفا کړي او هرڅه ته د راز په سترګو ګوري.

صالح چې د دولت لومړی کس بلل کیږي د دې سره چې طالبانو ته ګواښونه کوي

که چیري امرالله صالح رښتیا هم په داسې جاسوسانو پسې وې نو ښه خبره ده او د ولسي جرګې ترڅنګ باید په نورو ځایونو کې هم پسې وګوري

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More