The news is by your side.

پنټاګون: د افغان ځواکونو د ملاتړ نوې پریکړه وکړه

خبریال ویب پاڼه/ امریکا تر دې وړاندې د افغانستان د امنیتي وضعیت په هکله اندېښنې شریکولې ولې اوس يې د افغان ځواکونو د تشویق او مرستې بڼه خپله کړې پنټاګون د افغان ځواکونو په هکله خپل نوی دریځ روښانه کړ.

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي د خپلو خبرو په لړ کې ویلي چې د افغانستان د سولې  او امن ټینګښت لپآرهر دا مهال افغان ځواکونه کاپي دي ځکه هغوی د ښه هوايي ځواک په درلودلو سره مډرنې وسلې روزنه او پوره پرسونل لري، چې هرڅه کولای شي.

نوموړي وویل د دې هرڅه سره سره امریکا له افغان ځواکونو ته الوتکې ورکوي او د هغوی د ساتنې او لوژیستیک برخه کې به لاهم خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

امریکا د هوایي او ځمکنیو افغان ځواکونو په اړه پر داسې مهال خبرې کوي چې تازه د افغانستان نژدې ټول ولایتونه تر امنیتي تهدید لاندې دي او وسلوالو طالبانو خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړی خو تراوسه پوري د دولت امریکا او یاهم بل چا له لوري داسې ګام نه دی اخیستل شوی چې له مخې يې روان خراب امنیتي حالت ښه او کابو شي.

طالبانو د ولسوالیو ترڅنګ اوس د ولایتونو مرکزونو ته هم  ګواښونه پیښ کړي او دا مهال د افغانستان ګڼ ولایتونه تر امنیتي تهدید لاندې دي چې په هکله یې خلک له دولت څخه د امن کولو غوښټنه کوي.

تر راتلوونکې سپټمبر ۱۱ پوري به بهرني او امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووزي خو له هغه راوروسته او اوس ګڼې اندېښنې موجودي دي چې د افغانستان راتلوونکی بیا هم د پخوا په څیر تیاره او یو ځل بیا به ترهه ګر له دې هېواده خپل مرکز جوړ کړي.

خو له وتلو وروسته د امریکا ژمنو ته په کتلو سره لکه هغوی چې بیا هم حضور لري په کمه کچه امریکا ویلي خپل سلګونه سرتیري له سپټمبر میاشتي وروسته هم په افغانستان کې پریږدي ترڅو د دوی د سفارت امنیت خوندي کړي له دې سره تر خوا د ناټو چوکاټ کې د ترکیې سرتیرو د پاتيدلو او همدارنګه د یوې ډلې بریتانوي سرتیرو د بیا راتګ خبرونه وړاندې شوي  چې په هکله يې لا له وړاندې وسلوالو طالبانو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي له سپټمبر میاشتي وروسته به هیڅ بهرني سرتیري ته اجازه ورنکړي چې افغانستان کې پاتي شي

Comments are closed.