The news is by your side.

د افغان جګړې په هکله د امریکا ځان شرموونکی اعتراف

خبریال ویب پآڼه/ پوره شل کاله امریکا په افغانستان کې د ترهه ګرۍ سره د مبارزې په نوم وجنګیدله زرګونه سرتیري او زرګونه میلیارده ډالر يې مصرف کړل خو اوس یې پر ځان لعنت ووایه

امریکايي ځواکونه ټول له افغانستانه د وتلو په درشل کې دي او دوی به له پوره شل کلنه جګړې وروسته خپل هېواد ته ستړي ستانه شي امریکا د موضوع په پای کې هر وخت د یو څه لمانځنه کوله خو ایا اوس به یې وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د خپلو تازه څرګندونو پر مټ ویلي امریکا به افغانستان کې د خپل نظامي ماموریت بشپړول ونه لمانځي ځکه په دې شل کلنه جګړه بریا نه ده ترلاسه شوې.

له ډيرو ناندریو او فشارونو جګړو وروسته د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو امر د مي پر لومړۍ نېټه وکړ چې له هغې ورځې را وروسته د دې ځواکونو د وتلو پروسه پیل شوې او بایډن بیا هم څرګنده کړه چې دا ځواکونه به د اګسټ میاشتي پوري ټول له افغانستانه ووزي.

د امریکايي ځواکونو وتلو پروسه

امریکا خپله تر ټولو لویه اډه بګرام هم څو ورځې وړاندې د افغانستان دولت ته پرېښود چې له هغه ښکاره شوه چې امریکا به افغانستان کې نور نظامي حضور ونلري.

بایډن ویلي افغان ځواکونه پیاوړي دي

د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې دافغانستان په هکله ډاډ څرګند کړی چې طالبان به بیا ونشي کړای چې واک ته ورسیږي هغه یې یو لامل د افغان ځواکونو مجهز کیدل بللي.

د امریکا ولسمشر جو بايډن د خپلو تازه څرګندونو په مټ ویلي دا مهال افغان ځواکونه ښه مجهز شوي روزل شوي او شمېر يې لکونو کسانو ته رسیږي په داسې حال کې چې د طالبانو شمېر زرګونه کسان دي.

بایډن د معمول په څېر یوځل بیا به يې له افغانستان سره د مرستو د دوام خبره کړې وي نور څه خو نشته خو عام افغانان بیا وایي چې امریکا باید د اوسني بد وضعیت په هکله خپله همکاري زیاته کړي.

تر دې وړاندې خبرو کې بایډن ویلي وو، دوی دې ته چمتو دي ترڅو د افغان ځواکونو په ملاتړ پر وسلوالو طالبانو باندې بریدونه وکړي او ملاتړ یې وکړي خو ده وویل چې افغان هوايي ځواک هم شته.

Comments are closed.