The news is by your side.

ولي خان: افغانستان کې۴۰ کاله د جهاد په نوم  فساد پاکستان کړی او کوي

خبریال ویب پاڼه/ پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر ایمل ولي خان یو ځل بیا د افغانستان په وړاندې د پاکستان د ناسم سیاست څخه پرده پورته کړې او دا ځل يې د ټولې ۴۰ کلنې جګړې پړه چې افغانستان کې روانه ده پر پاکستان غورځولې.

ولي خان چې تل يې د پاکستان له ناسمو سیاسونو د افغانستان په وړاندې په ښکاره انتقاد کړی ويلي چې د څلویښتو کلونو راپه دې خواو پآکستان په افغانستان کې فساد روان کړی.

ایمل ولي خان ویلي له تیرو څلویښتو کلونو را په دې خوا چې په افغانستان کې کوم فساد روان دی دا د پاکستان ریاست کوي او هغوی یې ملاتړ کوي.

ولي خان د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلي هر پښتون چې په هر ګوند پوری اړه لري او هلته دی باید ځان واضح کړي جې د افغانستان د ورانۍ برخه جوړیږي او که د منتخب حمهوري اسلامي حکومت ملاتړ کوي؟

ایمل ولي خان پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د پاکستان د مذهبي او سیاسي ګوندونو مشر مولان فضل الرحمن په دې وروستیو کې افغان ضد څرګندونې کړې او ویلي يې دي چې د طالبانو فتوحات روان دي او د افغانستان جګړه ورته خوښي بخښي.

خو ایمل ولي خان نن د خپلو خبرو په لړ کې ټولو ته د انتخاب حق ورکړ چې څوک کوم لوری ټاکلی شي اوځان دي څرګند کړي چې څوک دی او څه غواړي.

پاکستان چې ډیری مذهبي مشران يې لکه مولانا فضل الرحمن د پاکستان د شیطاني استخباراتي کړۍ ای ایس ای له لوري تمویل اوتجهیز کیږي  او بیا د دې خبرو په بدل کې چې د افغانستان په وړاندې يې کوي ډالري تنخواوې ورکوي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان دولت اعلان وکړ چې تر خپله ولکه لاندې پښتونخوا او پآکستان کې يې د ديني عالمانو او مذهبي مشرانو لپاره پیسې بیلې کړې چې یوازي د پښتونخوا حق ۱۷میلیونه ډالرو ته رسیده او پاکستان ویلي چې دا به دې دینې عالمانو ته ورکړي.

د پاکستان دیني عالمانو دوه کاره کړي یو یې په افغانستان کې د جهاد او جګړې فتوا ورکړې او بل يې پر خپلو شاګردانو زده  کوونکو جنسي تیریو ته دوام ورکړی چې تر اوسه يې دولت د پام وړ قضیې ثبت کړې دي

Comments are closed.