The news is by your side.

هغه حقيقت چې جوبایډن یې بيا بيا وايي خو حکومت يې نه مني

خبريال وېبپاڼه: په هېواد کې روان وضعیت د هر افغان زړه دردوي، جنګ ورځ تر بلې زياتېږي، د خوراکي توکو بيې لوړې دي، وچ کالي ده لنډه دا چې هرڅه د افغان انسان ژوند سختوي.

خو دا ویلی شو چې مطلق اکثریت ستونزې په هېواد کې د روانو ناکراريو له کبله دي، امنيتي ستونزې اجازه نه ورکوي چې نورې ستونزې حل شي، او د امنيتي ستونزو سرچینه بيا د حکومت ستونزې دي.

دا سمه ده چې په هېواد کې طالبان د امنيتي ستونزو سبب کېږي مګر که چېرې په نړۍ کې د هر هېواد حکومت په فساد کې تر ستوني پورې ډوب شي، حکومت کې ډېری چارواکي صرف د غلا لپاره راغلي وي، لوړ پوړي چارواکي د نورو هېوادونو تابعيت ونه ولري، فقير چارواکي په حکومت کې ميلياردر شوي وي نو په داسې يو حالت کې هر هېواد د ورته ستونزو سره مخ کېدئ شي او په طبيعي ډول چې ګاونډي رقيب هېوادونه ددې حالت څخه پخپله ګټه استفاده کوي.

ددې ټولو ترڅنګ افغان چارواکو تر ننه پورې دا درک نکړه چې امريکا په ډېر جرت سره صرف خپلې ګټې پالي او د افغانانو ګټې ورته ذره ارزښت نلري، د امريکا اوسني ولسمشر جوبایډن څو ځل د افغانستان د تجزيې خبره کړې ده، پاکستان ته یې د افغانستان د حواله کولو خبره کړې ده مګر افغان حکومت بيا هم د بايډن څخه ډیرې نیکې هیلې او تمې درلودې.

نن بيا د امريکا ولسمشر په ښکاره وويل چې افغانستان ته د ملت جوړونې دولت جوړونې او بيا رغونې لپاره نه و تللي هلته یو ګواښ و او د هغه د له منځه تللو لپاره تللي و، مګر افغان مشران اوس هم ندي متوجه چې امريکا دلته په يو طرفه ډول صرف خپلې ګټې پالي او د افغانانو ګټې تر پښو لاندې کوي.

افغان مشران دومره حريص شوي دومره د قدرت په جنون کې دي دومره ورته شخصي ګټې مهمې دي چې د هېواد د روانو حالاتو په هکله هیڅ مسولیت نه احساس کوي، اوس یې تازه تر يو او بل نوم لاندې په رسنيو د فشار راوړلو هڅه پيل کړې ده، په رسنيو دا فشار نشي کولی ددې چارواکو ګټې د اوږده مدت لپاره وساتي.

افغان مشرانو ته پکار ده چې په ملت رحم وکړي، په امريکا باندې بدون د هېڅ منطق څخه د سل فيصده تکيې کولو بيه اوس بيا افغان ملت ادا کوي، حکومتي مشران دې دا درک کړي چې امريکا دلته صرف خپلې موخې درلودې او دا ډېري موخې د افغانانو د ګټو خلاف وې.

Comments are closed.