The news is by your side.

بایډن: افغان ځواکونه پیاوړي او طالبان به بیا واکمن نه شي

د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې دافغانستان په هکله ډاډ څرګند کړی چې طالبان به بیا ونشي کړای چې واک ته ورسیږي هغه یې یو لامل د افغان ځواکونو مجهز کیدل بللي.

د امریکا ولسمشر جو بايډن د خپلو تازه څرګندونو په مټ ویلي دا مهال افغان ځواکونه ښه مجهز شوي روزل شوي او شمېر يې لکونو کسانو ته رسیږي په داسې حال کې چې د طالبانو شمېر زرګونه کسان دي.

بایډن د معمول په څېر یوځل بیا به يې له افغانستان سره د مرستو د دوام خبره کړې وي نور څه خو نشته خو عام افغانان بیا وایي چې امریکا باید د اوسني بد وضعیت په هکله خپله همکاري زیاته کړي.

تر دې وړاندې خبرو کې بایډن ویلي وو، دوی دې ته چمتو دي ترڅو د افغان ځواکونو په ملاتړ پر وسلوالو طالبانو باندې بریدونه وکړي او ملاتړ یې وکړي خو ده وویل چې افغان هوايي ځواک هم شته.

امریکا په دې وروستیو کې د افغان هوايي ځواک سره د ۴۰ بیلابیلو الوتکو مرسته وکړه او زیاته شوې چې امریکا به د خپلو همکاریو دوام وکړي

پنټاګون څه وویل؟

د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي د خپلو خبرو په لړ کې ویلي چې د افغانستان د سولې  او امن ټینګښت لپآرهر دا مهال افغان ځواکونه کاپي دي ځکه هغوی د ښه هوايي ځواک په درلودلو سره مډرنې وسلې روزنه او پوره پرسونل لري، چې هرڅه کولای شي.

نوموړي وویل د دې هرڅه سره سره امریکا له افغان ځواکونو ته الوتکې ورکوي او د هغوی د ساتنې او لوژیستیک برخه کې به لاهم خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

امریکا د هوایي او ځمکنیو افغان ځواکونو په اړه پر داسې مهال خبرې کوي چې تازه د افغانستان نژدې ټول ولایتونه تر امنیتي تهدید لاندې دي او وسلوالو طالبانو خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړی خو تراوسه پوري د دولت امریکا او یاهم بل چا له لوري داسې ګام نه دی اخیستل شوی چې له مخې يې روان خراب امنیتي حالت ښه او کابو شي.

تراوسه پوري د اوسني خراب امنیتي وضعیت د کابو او ښه کولو په هکله نه امریکا او نه هم افغان حکومت کوم دریځ څرګند کړی

Comments are closed.