The news is by your side.

تازه: طالبان اوربند کولو ته چمتو شوي

خبریال ویب پاڼه/ اوربند د ټولو افغانانو لویه هیله ده او عام افغانان چې تل یې له طالبانو او دولته د اوربند کولو هیله درلوده په نژدې راتلوونکې کې پوره کیدونکې ده او داسې ښکاري چې طالبان لیواله شوي ترڅو اوربند وکړي.

اوس تازه په دې هکله یو شمېر روسي اژانسونو راپورونه ورکړي او د دوی په حواله ویل شوي چې طالبانو ویلي له افغان حکومت سره پر احتمالي اوربند باندې خبري کوي.

جزیات وایي چې طالبانو له دې سره چې افغان دولت سره پر احتمالي اوربند خبرې کوي په دوحه کې به د خبرو د بریا په صورت کې خپل تهاجمي عملیات او بریدونه هم و دروي.

نن یو شمېر روسي رسنیو ځکه دا راپورونه خپاره کړل چې د طالبانو یو پلاوی دې هېواد ته تللی او هلته دې پلاوي د احتمالي اوربند په هکله ورته ویلي او زیاته کړې يې ده چې په دې هکله یې بحثونه ترسره کړي دی.

څو ورځې وړاندې دوحه کې  د طالبانو او دولت ترمنځ پر ټپه ولاړ بین لافغاني مذاکرات له پر ټپه دریدلو وروسته بیا پیل شول او اوس دا دی د افغانانو لپاره هیله بخښوونکې خبرونه هم وړاندې کیږي.

یو شمېر سرچینې دا هم وايي چې طالبان به خپل تهاجمي عملیات ورو کوي او د سولې پر لور به ګام اخلي ځکه د دوی یوه پلاوي ایران کې هم د افغان دولت استازو سره لیدلي او نن يې مسکو کې دا نوې  خبرې کړې چې  تر ډیره بریده ښې او هیلې بخښوونکې دي.

که اوربند ونه شي نو لیري نه ده چې د جګړو له امله به یوه فاجعه رامنځ ته شي اوس هم په افغانستان کې د جګړو له امله لکونه کسان خپلو کورونو پرېښودلو ته پر داسې وخت مجبوره شوي چې په کورکې یوه ګوله ډوډۍ نلري او هغوی عاجلو مرستو ته اړتیا لري خو تراوسه پوري یو ټکی مرسته ورسره شوې نه ده.

خلک د وروستیو جګړو له امله پر خپل راتلوونکې بې باوره شوي دي او همدا غوښتنه اوربند چې اوس طالبانو کړې غواړي ترڅو دواړه لوري اوربند وکړي او خپله مسله د خبرو له لارې حل کړي ترڅو له یوې خوا دوی امن شي او له بله پلوه په هېواد کې قتل عام و دریږي

Comments are closed.