د کام ایر شرکت د ټیکټونو بيې آسمان ته ختلې
خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې فرصت طلبي نوی څيز نه دی خو په دې وروستيو کې د کام ایر شرکت د ټیکټونو بيې چې مسافر وويني نو پوه شي چې په دې هېواد کې فرصت طلبي يو بل پړاو ته رسېدلې چېرته چې نور هېڅ ډول اصولو، قوانينو او ارزښتونو ته درناوی ندی پاتې شوی.
د کام ایر شرکت د ټیکټونو بيې د پخوا څخه هم لوړې وې مګر په دې ورځو کې دا بیې بېخي اسمان ته ختلې دي او د خلکو غوسه ورسره را پارېدلې ده، دا شرکت اوس د پينځه څلوېښت دقيقو او يا هم یو ساعت سفر لپاره د مسافرينو څخه څلور سوه ډالر اخلي.
ډېری افغانان چې د تورخم له لارې پاکستان ته د سفر په مهال له سختو ستونزو سره مخ وي، ناروغان یې په لارو کې د ګڼو ستونزو سره مخ کېږي هڅه کوي د هوا له لارې پاکستان ته سفر وکړي مګر په داسې وخت کې بيا د هوايي شرکتونو د ټیکټونو لوړې بيې ددوی ملا ماتوي.
کام ایر نورو هېوادونو ته هم د کورنیو شرکتونو په نسبت لوړ نرخونه ټاکي، د مثال په ډول د اريانا شرکت له لارې يو کس کولی شي په ۱۹۰ ډالر ترکيې ته سفر وکړي مګر همدې هېواد ته د سفر لپاره کام ایر نېږدې ۲۶۰ ډالره اخلي.
ترکيې ته تقريباً ۷۰ ډالر اضافي اخيستونکی کام ایر بيا پاکستان د سفر لپاره د اصلي بیې خو چنده لوړه بيه ټاکي او افغانان د سختو ستونزو سره مخ کوي، شاوخوا د یو ساعت سفر لپاره هر پېرودونکی بايد دوی ته نېږدې څلور سوه ډالر ورکړي.
د ګڼو شکايتونو سره اوس هم د هوايي چلند ادارې د کام ایر دغه چور ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، که څه افغانستان ازاد بازار لري مګر دا هرڅه خپل حدود لري او دا ډول فرصت طلبي د افغانستان او نړيوالو قوانينو خلاف کار دی.
ددې ظالمانه بيو سره سره بيا هم کام ایر شرکت د دولت په مليونو ډالرو پور نه دا کوي، افغان حکومت ته پکار ده چې دا سکتور په ځانګړي ډول کام ایر شرکت له نېږدې وڅاري او د خپل خلکو سره د ظلم اجازه ورنکړي.
Comments are closed.